سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

متحده ايالتونو له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی ښوولی

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له لنډمهالي اوربند وروسته امریکايي چارواکو له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتووالی ښوولی دی.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سکرټر مرستيالې ليزا کورټس ويلي، چې دوی له طالبانو سره د سولې لپاره د افغانانو استازولي نه شي کولی، خو زياته کړې يې ده، چې دوی به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې گډون وکړي.

ليزا کورټس د امریکا ملي امنيت شورا غونډې ته ويلي، چې دوی د افغانستان حکومت او افغان ولس په استازولۍ له طالبانو سره خبرې نه شي کولی، خو د افغان حکومت په مشرۍ به په دغو خبرو کې گډون وکړي او ټينگار یې کړی، چې د افغانستان روان کړکېچ بايد د سوله‌ييزو خبرو له لارې اوار شي.

د سپينې ماڼۍ دغې لوړپوړې چارواکې ويلي، چې د سولې لپاره د پاکستان رول هم اړين دی او ټينگار يې کړی، چې «موږ بايد د افغانستان په اړه د پاکستان اندېښنو ته ځواب ووايو، خو د پاکستان اندېښنې د دې لامل نه شي کېدای چې طالبان دې په افغانستان کې خپلو بريدونو ته دوام ورکړي او اسلام اباد بايد د سولې په اړه خپل مسووليت ادا کړي.»

په ورته وخت کې ملگرو ملتونو هم ويلي، د افغانستان کړکېچ له پوځي لارې او جگړو نه، بلکې يوازې د خبرو له لارې اوارېدای شي.

افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو مرستندوه ادارې «يونما» د سولې او پخلاينې د څانگې مشر سټيفن بروکينگ ويلي، چې  «د طالبانو سياسي کميسيون هم دې پایلې ته رسېدلی، چې د جگړې له لارې بری نه شي موندلی، خو په افغان حکومت او طالبانو کې ځينې داسې کړۍ شته، چې جگړې کې  خپلې گټې لټوي.»

امريکايي ليکوال او افغانستان پېژوندونکی بارنيټ روبين وايي، چې روسيه، چين، ایران او پاکستان په افغانستان کې ټيکاو ته لېوالتيا نه لري او طالبان تر ډېر کمزوري فشار لاندې دي.

د بارنيټ روبين په وينا طالبان له دغو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړيکې لري او سره له دې، چې ياد هېوادونه نه غواړي، چې طالبان يو ځل بيا واک ته ورسيږي، خو پر طالبانو هم فشار نه راوړي، چې د سولې خبرو ته يې حاضر کړي.

د ښاغلي روبين په وينا روسيه، چين، ایران او پاکستان د خپلو هېوادونو لپاره له طالبانو خطر نه گڼي، خو په مقابل کې يې داعش او القاعده ډله ستر گواښ بولي.

ناټو، ملگرو ملتونو ملتونو او يو شمېر هېوادونو د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند هرکلی کړی او طالبانو هم خپلو جنگياليو ته امر کړی، چې د اختر په درې ورځو کې پر افغان امنيتي ځواکونو اوحکومتي چارواکو له بريدونو ډډه وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون