سيمه، عرب او نړۍ

سوماليه: په وسله‌وال بريد کې پنځو امریکايي پوځيانو ته مرگ ژوبله اوښتې

په سوماليه کې د القاعدې ډلې په بريد کې د امریکا ځانگړو ځواکونو يو پوځي وژل شوی او  څلور ټپيان دي.

دا پېښه تېره ورځ د سوماليې په شمال لويديځ ساحلي سيمې کسمايو کې هغه مهال شوې، چې امريکايي پوځيان د کينيايي سرتېرو د يوه مرکز په جوړېدو کې مرستې لپاره دغې سيمې ته تللي وو.

امریکايي چارواکي وايي، چې امریکايي او کينيايي پوځيان د خپلې دفاع لپاره د مورچو په جوړولو بوخت وو، چې القاعدې اړوند الشباب ډلې پرې بريد وکړ.

د پنټاگون چارواکي وايي، چې وسله‌والو لومړی څو چاودنه وکړې او بيا يې پر امريکايي پوځيانو د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.

د امریکايي چارواکو په وينا په ټپيانو کې يو سومالی سرتېری هم دی، خو ځايي رسنيو د عيني شاهدانو له خولې ليکلي، چې په دغه بريد کې دوه سومالي پوځيان وژل شوي دي.

الشباب ډلې د دغه بريد مسووليت منلی دی.

د وسله‌والو ډلو د فعاليتونو يوې څارونکې استخباراتې ادارې «ايس ای ټي ای» ليکلي، چې د دغه بريد مسووليت القاعدې پورې تړلې الشباب وسله‌والې ډلې منلی دی.

له تېر يوه کال راهيسې په سوماليه کې دا دوهم امريکايي پوځي دی، چې وژل کېږي.

تېر کال می کې هم د سوماليې دارالسلام سيمه کې يو امریکايي پوځي وژل شوی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون