سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

اسراييلي پوځيانو څلور فلسطينيان وژلي

اسراييلي يرغلگرو د سوله‌ييزو لاريونونو پر مهال څلور فلسطينيان وژلي او سلگونه نور يې ټپيان کړي دي.

په غزه کې مرستندويه ډلې وايي، چې اسراييلي يرغلگرو تېره ورځ د فلسطينيانو پر سوله‌ييزو لاريونونو د اوښکو بهونکي گاز سربېره ډزې هم کړي دي.

د اسراييلو دفاع وزارت وايي، چې دوی په غزه کې له خپلې پولې د دفاع په موخه پر فلسطينيانو ډزې کړي دي.

مرستندويه ډلې وايي، چې په غزه کې د سوله‌ييزو لاريونونو پر مهال څلور فلسطينيان وژل شوي او ۶۲۰ نور ټپيان دي.

د تېرې مياشتې راهيسې د غزې پولې ته څېرمه د اسراييلي ښکېلاکگرو په بريدونو کې د وژل شوو فلسطينيانو شمېر ۱۲۴ ته ورسېد او په دوی کې شپتې يوازې په يوه ورځ وژل شوي وو.

فلسطينيان وايي، چې د دوی دا اوږدمهالي لاريونونه د اسراييلو پر ضد د کرکې ښکارندويي او د خپلو نيکونو خاورې ته د بېرته گرځېدو غوښتنه ده، چې اوس د اسراييلو خاوره بلل کيږي.

اسراييل وايي، چې دغه لاريونونه حماس جهادي ډلې ترتيب کړي او په فلسطين کې د اسراييلو د شتون له منلو نټه کوي.

په ملگرو ملتونو کې د فلسطين استازي رياض منصور د اسراييلي پوځيانو له لوري د فلسطينيانو وژنې غندلي او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې په دې اړه جدي گامونه پورته کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون