سلايډ (فيچر) نظر

جگړه او سوله؛ د مشروعيت لنډه پرتله!

وحيدالله مصلح

په افغانستان کې دا جنگ دومره اوږد او دومره د ژوند برخه گرځېدلې، چې خلک نور د دې جگړې د پای لپاره د معجزې په تمه دي، د دې جگړې تراژيدي همدا ده، چې دلته د شورويانو تر ويستلو وروسته تر دې دمه په هيڅ مرحله کې سوله د يوې ملي او مشروع قضيې په توگه نه ده منل شوې، هر مهال د سولې په مقابل کې شرعي استدلال شوی، هغه مهال چې دلته بهرنيان هم نه وو د جنگ په اړه ښکېلو خواو له شرعي نصوصو خپل منطق وايه، نو په دغسې يوې جگړې کې، چې د جنگ د مشروعيت لپاره ښکېلې خواوې پراخه استدلال کاروي، سوله په کې اصلاً مشروعيت نه مومي او د سولې لپاره خبرې اترې هم د جنگ په منطق کې وزن نه لري.

زمونږ اوږده جگړه او د سولې موقعيت!

په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جنگ لوريو تل يوازې جنگ ته د مشروع قضيې په سترگه کتلي، هيڅکله د دې هڅه نه ده شوې، چې سوله هم د يوې مشروع قضيې په توگه تعقيب او تطبيق کړي، کله چې د داودخان په کودتا کې چپي واکمنانو پر اسلامي نهضت قيامتونه راښکی کړل او هغوی په کې پاکستان ته کډوال شول نو په کابل کې زندانونه او اعدامونه شروع شول او له ښکته د اسلامي نهضت په ليکه کې ځوانانو وسله وال غبرگونونه غوره کړل.

کله چې د نهضت يوه مشر په سعودي کې د افغان سفارت د کارکوونکو له لارې له کابل سره د خبرو اترو کانال جوړ کړ، ښکته بيا د جوانان مسلمان د کرښې ځوانانو نوموړي مشر ته ستغې سپورې وويلې او له کابل سره يې د خبرو اترو کانال په ټپه ودراوه، له همدې مبدا د سولې او خبرو اترو قضيه په اسلامي جريان کې وټکېده او بيا تر پايه همداسې ټکېدلې لاړه.

د نجيب د واکمنۍ په جريان کې هلته چې شورويان له هېواده وويستل شول، د سولې قضيه همدغسې بابيزه واخېستل شوه او هر تنظيم کابل اداره لاسپوڅې وبلله، او پای چې کله همدوی کابل ته ننوتل هر يو د همدې لاسپوڅي او کمونيستي حکومت له کمونېستو جنرالانو او ملکي چارواکو سره په ژوره اړيکه کې کابل ته ننوتل، تر اوسه سړی دغه تضاد ته حيرانېږي، چې استاد رباني له جنرال دوستم سره په ايتلاف کې ارگ ته ننوت او په بله مرحله کې حکمتيار صاحب له جنرال دوستم سره په ايتلاف کې هماهنگي شورا جوړه کړه، خو همدوی له نجيب سره د خبرو اترو ښکاره کانالونه څومره له خپل شانه ټيټ بلل، که هغوی له نجيب سره سوله کړې وای نو ښايي نه د کابل او وطن داخلي جگړې پېښې شوې وای او نه به مو د دولت بنسټونه ورانېدل. مجاهدينو په خپلو منځونو کې هم سوله ونه کړه او په بله مرحله کې بيا طالبانو او تنظيمونو هم په خپلو منځونو کې يوازې جگړې وکړې او سوله يې ونه کړه.

حامد کرزی، طالبان او سوله!

کله چې امريکايانو کابل سقوط کړ او طالبانو په کې خپل اسلامي امارت ړنگ وليد نو د کرزي په لومړۍ واکمنۍ کې يې ځانونه بېرته راټول کړل او په کرار يې د نظام او بهرنيانو په وړاندې غلچکي بريدونه پيل او پراخ کړل. په لومړيو کې حکومت او بهرنيانو دا هر څه بابيزه گڼل، خو د کرزي په دوهمه ولسمشرۍ کې ډېر زر د طالبانو د غلچکيو بريدونو درانه حتی د ارگ په شاوخوا کې درک شول، لوی لوی غلچکي بريدونه تر سره شول او له همدې امله حکومت ډېر زر د طالبانو د تسليمۍ لپار هغه لومړني حکومتي بنسټونه ملغا کړل او د سولې عالي شورا يې رامنځته کړه، پر طالبانو يې د سولې او خبرو اترو غږ وکړ خو طالبانو د دې ټولو په مقابل کې په خورا بې اعتنايۍ خپل بريدونه په شور کې وساتل. د سولې په اړه د کرزي دواړه دورې د کوم تعريف شوي ميکانېزم او منل شوې جامع طرحې لرونکې نه وې، يوازې به پر طالبانو د خبرو اترو غږ کېده او د سولې عالي شورا هم د مالي شوړو په بيروبار کې خپله کاته لرله.

ولسمشر غني او سوله!

د ولسمشرۍ په کمپاين کې د محمد اشرف غني غټه دعوه د سولې راوستل وو، کله چې غني ولسمشر شو، هغه د سولې لپاره لومړنی هدف اسانه وټاکه او له حکمتيار صاحب سره يې خبرې اترې د سولې منطقي انجام ته ورسولې. په دويم قدم کې يې بيا له طالبانو سره د خبرو اترو ټول اصلي مسيرونه له ارگه تېر کړل او د سولې شورا په کې ډېره سمبوليکه پاتې شوه، هغه په همدې لړ کې د سولې يوه واضح او جامع طرحه جوړه کړه او دا دی اوس يې د ښه نيت په موخه يو طرفه اوربند هم اعلان کړ.
دا ټولې کړنې د سولې لپاره د حکومت عملي قدمونه دي او حساب پرې کېږي. په دې برخه کې سره له دې چې طالبانو خپله جگړه په همغه شدت کې ساتلې خو په سياسي لحاظ يې د افغان حکومت د سولې طرحې په وړاندې د خاموشۍ په غوره کولو سره د يو ډول تغير زيگنال ورکړی.

نجيب او غني؛ د سولې او جگړې شباهتونه!

کله چې د ولسمشر غني سوليز پروگرامونه او قدمونه سړی گوري او په تاريخي ډول د سولې دغه پروسه د هېواد په تېره څلوېښت کلنه اوږده جگړه کې له بېلابېلو مرحلو سره پرتله کوي نو د سولې په برخه کې د ډاکټر نجيب الله او محمد اشرف غني د حکومتونو ډېر ورته والی کتل کېږي:
لومړی؛ د نجيب د واکمنۍ پر مهال، د افغان ملت د جهاد له امله شورويان ويستل شوي وو خو بيا يې هم د مشاورينو او روزونکو په نوم دلته شتون درلود اود نجيب الله حکومت يې په اقتصادي، نظامي او سياسي برخه کې حمايه کاوه. په اوسني حکومت کې هم د امريکايانو محاربوي ځواکونه بېرته خپلو بارکونو ته تللي او دلته دم گړۍ امريکايانو خپل شتون د مشاورينو، افغان پوځ د روزونکو او امريکايي سفارت د حفاظت په پلمه ساتلی.
دويم؛ ډاکټر نجيب د ملي پخلاينې پروسه يو طرفه پيل کړې وه، وخت په وخت به يې اوربندونه اعلانول او د افغان مهاجرينو د راستنولو لپاره يې تشويقي بستې په پام کې نيولې وې. اوسني حکومت هم د سولې لپاره جامع طرحه اعلان کړې او دا دی په تېرو اولسو کلونو کې يې د لومړي ځل لپاره يو طرفه اوربند هم اعلان کړی.

درېيم؛ د نجيب د حکومت په دوران کې له جهادي تنظيمونو سره په بېلابېلو کچو او هېوادونو کې د خبرو اترو پټ کانالونه فعال شوي وو. اوسني حکومت هم په ځېنو سطحو کې د طالبانو له يو شمېر قيادتونو سره اړيکې ټينگې کړي.
څلورم؛ هلته د نجيب د حکومت پر مهال هم دغه کانالونه پټ وساتل شول او هغه مهال هيچا د دې اړيکو په اړه اقرار نه کاوه او اوسمهال هم خصوصاً طالبان له دغسې اړيکو انکار کوي.

اوږده جگړه؛ سوله ولې مشروع نه ده؟

په هر صورت زمونږ د اوږدې جگړې په متن کې دا مدعا بېخي ثابته ده چې په دا اوږده دوره کې سوله او د ښکېلو خواو تر منځ خبرې اترې مشروع قضيه نه ده گڼل شوې، بلکه دلته جنگياليو تل سوله د تسليمۍ په معنا تعبير کړې چې همدا د جگړې او سولې اړيکه ډېره پېچلې کوي او بدمرغي له همدغه ځايه سرچينه اخلي، دا پوښتنه خورا پېچلې ده چې په افغانستان کې ولې اسلاميون د سولې په اړه دغسې بې برنامې دي او دا چې ولې سوله عملاً مشروع نه بولي؟ ښايي ځېنې عوامل يې په لاندې ډول وي:
لومړی دا چې اسلامي جريانونه له اسلامي سرچينو يوازې د جگړې د مشروعيت استدلال او منطق رااخلي، خو د سولې د منطق راټولولو لپاره ښايي دغومره زړه راښکون ونه لري، کېدای شي دا نه راښکون په کلتوري او سليقوي برخوردونو کې ريښه ولري.
دويم دا چې که جنگي لوري خبرې اترې کوي نو دا پروسه د جنگياليو پر روحيه بد اثر لري، همدا لامل دی چې د جگړې لوري تل د خبرو اترو پټې اړيکې همداسې پټې ساتي.

درېيم دا چې له بده مرغه د افغانستان په ټولو نظرياتي ډلو کې هغه که چپي دي که اسلامپالي يا ملتپالي، دوی ډېری د گډ کار او يو بل د منلو وړتيا نه لري، او دا هر څه د سولې په وړاندې خنډ دی.

څلورم دا چې په افغانستان کې اکثريت نظرياتي لوري يو د بل په وړاندې د حذف او د له منځه وړلو سياست لري، دوی تل خپله بقا د نورو په ختمولو کې لټوي، دوی واک او ځواک په بشپړ ډول خپل حق بولي، نور په کې نه شريکوي او دا سوله وژني.
پنځم په وطن کې د بهرنيو ځواکونو شتون او هغه هم چې کله ترې افغان حکومت غوښتنه وکړي نو نظامي عمليات تر سره کوي، په دغسې حالت کې جنگي لوري له افغان حکومت سره تر سولې مخکې له همدغو بهرنيانو سره خبرې اترې مهمې بولي.
شپږم دا چې که بهرنيان بېخي شتون هم ونه لري او ووځي نو که په دې صورت کې طالبان له افغان حکومت سره خبرې اترې کوي، هغه به له دوه حالتو بهر نه وي، يا به موجوده سېسټم ته داخلېږي او د واک شريکان کېږي به او يا به خبرې اترې د دې لپاره کوي چې د نظام په اړه خپل تصور تطبيق کړي او هغه د حکومت لپاره د اسلامي امارت تعريف دی، نو په دې صورت کې به بيا هم خبرې اترې خورا پېچلې وي او سوله به ډېر لرې هدف وي.

د خبرو اترو رد او پر اسلامپالو يې اغېزې!

د افغانستان د اسلامپالو دوه لوی خامۍ خپله اسلامپالو ته ډېرې ورانوونکې وې، لومړی دا چې دوی سولې ته د يو سټراټيژيکې وسيلې په سترگه نه کتل، دوی سوله د يو حقيقت په توگه نه تسليموله او دوی سوله د مسايلو حل نه گاڼه. دويم دا چې اسلامپالو د تر جنگ وروسته مرحلې لپاره د حکومتولۍ تابيا او تياری نه درلود، دوی په دغه مرحله کې سخت فقر سره لاس او گرېوان وو، همدا لامل وو چې مشروع جنگ پای ته ورسېد او دوی په کې بيا د غير مشروع جنگ رضاکاران شول.
خبرې اترې او په نهايت کې سوله د افغان اسلامپالو د نقد يو لوى مورد دى، په تېره نزدې نيمه پېړۍ کې اسلامپالو د خبرو اترو او سولې اکثره مناسب فرصتونه د جنگي حالت په ځانگړي غرور کې بايللي؛ هغه جنگي حالت چې تلپاتی نه وي او د سيمې او نړيوالو فکټورونو په ادلون بدلون کې اثر منونکى وي، بالاخره جنگي ضرورت پاى ته ورسېږي خو د سولې مناسب وخت او ځاى نور د ماضي کيسه وي، او بيا په کې د ازادۍ جنگيالي جنگسالاران، پاټکيان، افراطيان او ترهگر شي.

سوله او خبرې اترې خپل مناسب وخت او چاپېريال غواړي، کله چې ته په قوت کې يې نو ستا د سولې ډيپلماسي بيا زور او منطق لري، خو که ته له ځواکه وغورځېږې که بيا هر څومره منطق درسره وي نو غږ دې بيا زور نه لري. پر افغان اسلامپالو همدا کانه څو ځل شوې، دوی په څو اصلي وختونو کې پر سولې غرور وکړ او وروسته يې بيا په خپلو منځونو کې خپله خپل غرور توياوه.

کله چې په هر حالت کې جنگ وي نو بيا حکومتولي سر وخوري او د اسلامي حکومت ټول ارمانونه وغورځېږي، او بيا زمونږ اسلامپالو خو چې د اقصی او بخارا د ازادۍ کيسې کولې نو هغه سخت په کې بې نرخه شي.

د جنگ په اوږدېدو سره د اسلامپالو نظرياتي حيثيت په قومي او ژبنيو کليشو کې وغورځېږي او بيا دوی هر يو لگيا وي اجتماعي عدالت په فاشيستي تفسير کې تشرېح کوي او دې لپاره د سپېڅلي قرآن او احاديثو پانگه استعمالوي.

د جنگ په اوږدېدو سره همغه ملت چې دوی يې د اشغال په وړاندې حمايه کول نور مخ ترې اړوي، ملت هم نور صميمي او يو موټی ملت نه پاتېږي او د ملي يووالي رمزونه بې نوبته رانړېږي.

که په مناسب وخت کې سوله ونه شي، او د جنگ نړيوال فکټورونه ټول ستا له هېواده خپل ځانونه په ډراماټيک ډول راټول کړي، گاونډيان دې هم تا پر جنگ ژوندی ساتي نو بيا به بهرنی عسکر نه وي خو ته به جنگ ته استدلال لټوې او جنگ به کوې. دا خو زمونږ د اسلامپالو تر ټولو بدرنگه ماضي ده، کابل په همدې سناريو کې وسوځېد او وروسته د امريکايانو تر بريده دې جگړو دوام وکړ.

که په خپل وخت کې سوله ونه شي نو بيا به ته حتماً جنگ کوې او چې جنگ څومره اوږدېږي نو ستا حيثيت به غورځېږي، ملت به درباندې حساب نه کوي او په دغسې يوه حالت کې به په نړۍ کې هم اعتبار نه لرې، اسلامپالي همدغسې حالت کې پاتې شول.

نو څه په کار دي؟

په داسې حال کې چې په قرآني او نبوي لارښوونو، اسلامي فقه، نبوي سيرت او اسلامي تاريخ کې مونږ تر هرې جگړې وروسته د سولې او خبرو اترو استناد او استدلال لرو، سره له دې چې مونږ د سولې په اړه شرعي سرچينو کې ډېر مسايل لرو، خو د سولې فقه لکه د جنگ د فقهې هومره غني نه ده، نو ځکه دغه د سولې بحث بايد لکه د جنگ د فقهې د يو خورا لوی فقهي بحث په توگه وڅېړل شي، او دغه قضيه بايد د يوې عزتمنې حل لارې په توگه مطرح شي، نبي عليه السلام چې کله د حديبيې سوله کوله نو په قرآني تعبير کې دغه لويه سوله فتح مبين ونومول شوه. نبي عليه السلام په دغه سوله کې د يوه يقيني جنگي سفره راستون شو، او سره له دې چې د سولې دغه پروسې د نبي عليه السلام ملگري په رواني لحاظ متاثر کړل خو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم بيا هم د يو ښه راتلونکي فکر کړی وو او سوله يې لومړيتوب وگاڼه.

په افغانستان کې بايد جنگي لوري د سولې په اړه خپل ليدلوری په ديني او ملي دواړو کچو له سليقو او ضدونو راوباسي، د خبرو اترو کانالونه دې د دې عزيز او ځپلي ملت د اوږدی جگړې د پای ته رسولو په خاطر نه ردوي، خبرې اترې د غوټې د خلاصولو مناسبه لار ده، يو ځل چې خبرې شروع شي ټولو شرايطو ته حل لاره ټاکل کېدای شي، او که خبره د جنگ شي نو دا جنگ نه حکومت گټلی شي او نه يې مخالفين، پېړۍ که سره ډزې وکړي پای به قرباني به ملت وي او گټونکي به يوازې د مرميو تمويلوونکي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون