سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ: له کېم جونگ اون سره زما ليدل د امنيت لپاره يوازينۍ لاره ده

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې د شمالي کوريا له مشر کېم جونگ اون سره د راتلونکې سه شنبې په ورځ په سينگاپور کې د ده ليدنه «د امنيت لپاره يوازينۍ لاره ده» او ټينگار يې کړی، چې  شمالي کوريا بايد د اټومي وسلو له جوړولو لاس پر سر شي.

په کاناډا کې د اوو سترو دولتونو د غونډې په څنډه کې ډونلډ ټرمپ خبريالانو ته وويل، چې دی په مثبته رویه له کېم جونگ اون سره د ليدو هيله لري.

ټرمپ زياته کړې، چې بيونگ يانگ له واشنگټن سره د دغې ناستې لپاره په سمه توگه کار کوي، خو ټينگار يې کړی، چې له کېم جونگ سره د ليدو په لومړنۍ لحظه کې به دی پوه شي، چې دغه ناسته گټوره ده او  که نه.

د امریکا ولسمشر زياتوي، که دغه ناسته د دواړو هېوادونو لپاره گټوره نه وه، نو دی به خپل وخت هلته ضايع نه کړي.

ټرمپ وايي، که شمالي کوريا د اټومي وسلو د له منځه وړلو وړانديز ونه مني، دغه ناسته به ناکامه وي، خو دی بيا هم هيله‌من دی، چې له کېم جونگ اون سره به د ده ناسته د نړيوال امنيت لپاره گټوره تمامه شي.

ټاکل شوې، چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا مشر سره د سينگاپور سنتوسا جزيرې په «کابيلا» هوټل کې وگوري.

ټرمپ تېره ورځ سينگاپور ته رسېدلی او کېم جونگ اون به نن يکشنبه هلته ورسيږي.

د سينگاپور حکومت د «کابيلا» هوټل شاوخوا سيمو کې ټينگ امنيتي تدابير نيولي دي.

د سينگاپور «سټريس ټايمز» ورځپاڼې ليکلي، چې د شمالي کوريا د چارواکو يوه الوتکه سينگاپور ته رسېدلې، چې په دغه ليدنه کې به د خپل مشر ملتيا کوي او همدارنگه د خوراکي توکو يوه بله ځانگړې الوتکه هم له شمالي کوريا سينگاپور ته ځي او د کېم جونگ اون لپاره به کابيلا هوټل ته ځانگړي خواړه هلته ولېږدوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د کېم جونگ اون د پروټوکول لپاره هم گڼ شمېر «بي ايم ډبليو مرسډیز» موټر سينگاپور ته رسېدلي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون