سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

چين ایران ته د اټومي هوکړې د ژغورلو ډاډ ورکړی

د چين ولسمشر شي جين پينگ خپل ایراني سيال حسن روحاني ته ډاډ ورکړی، چې د ایران او جرمني په ګډون د امنیت شورا پنځو دایمي غړو ترمنځ اټومي هوکړه به ژغوري، په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره مياشت له دغې هوکړې خپل هېواد وويست.

چينايي رسنۍ وايي، چې دواړو مشرانو د شانگهای همکاريو سازمان د سرمشريزې په څنډه کې د دوو اړخيزو اړيکو سربېره د اټومي هوکړې په ژغورلو هم خبرې کړي دي.

د چين رسمي خبري اژانس شینهوا د ولسمشر شي جين پينگ له خولې ليکلي: «اټومي هوکړه پر ایران لازموي، چې د يورانيمو له غني کولو لاس واخلي او په مقابل کې يې نړيواله ټولنه پر ایران بنديزونه لرې کوي.»

د چین ولسمشر زياته کړې، چې د اټومي هوکړې ژغورل به د منځني ختيځ او ټولې نړۍ امنيت او ټيکاو کې مرسته وکړي او بايد دغه هوکړه په جدي توگه وژغورل شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ويلي، چې دوی له چين او  نړيوالې ټولنې غوښتي، چې «د اټومي هوکړې د ژغورلو لپاره مثبت رول ولوبوي.»

روسيې، چين فرانسې، جرمني او برتانيې د امریکا په ملتيا  په ۲۰۱۵ کې له ایران سره په اټومي هوکړې لاسليک کړی و، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغې هوکړې مخالف و او تېره مياشت يې خپل هېواد له دغې هوکړې وويست.

امریکا ځان دغې هوکړې ته ژمن نه بولي او له همدې امله يې پر ایران نور بنديزونه لگولي دي.

ایران هڅه کوي، د اټومي هوکړې د ژغورنې لپاره د روسيې او چين په گډون د نورو دولتونو ملاتړ خپل کړي.

د اروپايي هېوادونو سربېره چين او روسيه د ایراني تېلو تر ټولو ستر بازارونه دي او ایران غواړي، چې د دغې هوکړې په ژغورلو په اروپا، چين او روسيه کې د نفتو خپل بازارونه له لاسه ور نه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون