سلايډ (فيچر) نظر

د شنگهای ناسته او افغان سوله

ډاکټر فيض محمد ځلاند

د چين کوانگیدو ښار کې، د شنگهای د تړون دوه ورځنۍ ( نهم او لسم د جون، ۲۰۱۸) غونډه پای ته ورسیده. په نوموړې غونډه کې په لومړي ځل د هندوستان او پاکستان لومړي وزیرانو برخه اخیستي وه، پاکستان او هندوستان تېر کال د نوموړي جوړښت برخه شول. حال دا چې د دې تړون شپږ نور غړي : چین، روسيه، تاجکستان، ازبکستان، قرغزیستان او قزاکستان دي.

د غونډې تر ټولو مهمه برخه د چین او هندوستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پرمختگ بحث و، چې دا دواړه هیوادونه به تر ۲۰۲۰ پورې تر سل بیلیونه ډالرو پورې خپله راکړه ورکړه وغځوي، چې دا به د اسیا په ټیکاو، پرمختگ او په نړیوال سیاست کې د هندوستان او چین د همکاریو د پیاوړتیا لپاره لار پرانیزي. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د غونډې غړو ته بلنه ورکړه چې په هندوستان کې راتلونکې کال، ۲۰۱۹ ز کې غیري رسمي د دې تړون ناسته ترسره کړي، چې د گډونوالو له مثبت غبرگون سره بدرگه شوه.

 په غونډه کې د دې سازمان د اتو دایمي غړو تر څنگ د څلورو ناظرو هیوادونو (افغانستان، ایران، منگولیا او بیلاروس) مشرانو هم گډون کړی وو. د شنگهای اته غړۍ هیوادونه ( روسیه، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزیستان )  د نړۍ ۴۲ سلنه نفوس استازیتوب کوي او دارنگه د شل سلنه نړیوال اقتصاد برخه جوړوي، چې په دې توگه د دې سازمان ارزښت په نړۍ او سیمه کې ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی.

د دې تړون اساسي موخه په سیمه کې د ترهگرۍ، امنیتي تهدیدونو ارزونه، د مخدره توکو د کرکیلي او قاچاق مخنیوی او دارنگه د مدیرت شویو جنایتونو مخ ډب کول دي، له دې امله د افغانستان د روان حالت ارزونه او په وړاندې یې د سیمې د همکارۍ بحث اساسي و. د شنگهای ناستې دارنگه په سیمه کې د سیاسي، اقتصادي ، امنیتي او کلتوري همکاریو په غځیدو او پیاوړتیا ټینگار وکړ.

د افغانستان په استازیتوب ډاکتر صیب غني غونډې ته وینا وکړه چې په خبرو کې د روان حالت د خرابیدو په انگیرونه رڼا واچوله. د دې  لپاره چې سیمه کې ټیکاو او ثبات را منځته ته شي د هیوادونو ترمنځ یې د ترهگرۍ د گډ تهدید په وړاندې د همکارۍ یادونه وکړه چې دا نه یواځې افغانستان ځپي، بلکې د سیمې له هیوادونو څخه ورته را صادریږي کوم چې کولی شي کوربه هیواد او دسیمې نور هیوادونه هم نا ارامه کړي.  غني په کور دننه د افغان ستونزې د حل په وړاندې خپله تگلاره روښانه کړه چې له افغان طالبانو سره ناستې ته پوره چمتوالی لري له طالبانو څخه یې مننه وکړه چې د ده د اوربند غږ ته یې په درېو ورځنیو ( د اختر ) په اوربند مثبت ځواب ووایه دا یې په تېرو ۲۳ کلنو کې د افغان سولې په وړاندې ستر پرمختگ یاد کړ. د دې تر څنگ یې د ټرمپ د نوي ستراتیژي ستاینه وکړه چې سولې او افغان پرمختگ ته لار هواروي، د سیمې له همکارۍ، د تاشکند د کانفرانس د جوړیدو مننه یې وکړه چې له دې لارې به افغانستان د سیمې په ټیکاو او اقتصادي پرمختگ کې مهم رول ولوبوي.

غني یو ځل بیا ټينگار وکړ چې افغانستان د سیمي د پرمختگ او نښلولو د پاره ښه بستر کیدلی شي او په دې برخه کې يې د سیمي د گدې همکارۍ غوښتنه وکړه. د شنگهای په تړون کې د افغانستان غړیتوب لا هم ځنډیدلی دی، ځکه روسیه د افغانستان له غړیتوب سره جوړه نه ده، داسې ښکاري چې د امریکا شتون لا هم د روسيې اندیښنې د افغان حکومت له بشپړ غړیتوب سره گڼدلي دي.

د ناټو او امریکا له شتون سره، سره افغانستان نه یواځې د ترهگرو ډلو  لپاره پټنځایونه لري، بلکې د مخدره توکو د کرکیلي او قاچاق تر ټولو ستر هیواد هم دی، روسیه د همدې انگیرونو له مخې نه غواړي چې افغانستان د دې تړون دایمي غړیتوب تر لاسه کړي. د هند او چین ترمنځ د همکارۍ زیاتیدا به د افغانستان له غړیتوب سره مرسته وکړي دا رنگه به په پاکستان فشارونه زیات کړي چې د افغانستان په چارو کې له لاس وهني ډډه وکړي.

د افغان سولې په بحث کې د چین کردار ډېر د ارزښت وړ دی، چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه بحثونه پیل کړي چې لومړنۍ ناسته یې په پاکستان کې ترسره شوه، د دې ناستو په غځیدو سره افغان حکومت کوښښ کوي چې په پاکستان سیمه‌يیز فشارونه لا زیات کړي. د شنگهای له ناستې تمه کیدله چې دا فشارونه به راغبرگ کړي، خو داسې ونه شول، سره له دې چې نریندر مودې د غني له وینا څخه وروسته په غړو هیوادونو د افغانستان په کلک ملاتړ ټینگار وکړ، خو داسې ښکاري چې د پوټین اندیښنې لا هم پر ځای دي.

د شنگهای همکارۍ تړون به په را تلونکي نژدې کې په سیمه کې د پیاوړي رول خپلولو ته لستوڼي بډ وهي ځکه چې چین، روسیه او هند به امریکا او ناټو دېته پرینږدي چې د دوی د نفوس ساحه د ترهگرۍ د نامعلومي جگړې پراخ ډگر ورگرځوي، که افغانستان خپل بې پریتوب رامنځته کړ، له سیمې سره یې اړیکې پیاوړي کړي، له دې تړون څخه به ډېره گټه پورته کړي، کنه موږ کله هم د ناټو غړي کیدای نه شو.

درناوی

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون