سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

سينگاپور کې د ډونلډ ټرمپ او کېم جونگ اون تاريخي خبرې پيل شوې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوريا مشر کېم جونگ اون د لومړي ځل لپاره په سينگاپور کې تاريخي خبرې پيل کړي دي.

له تېر يوه کال راهيسې د دواړو مشرانو ترمنځ گواښونه او گوتڅنډنې روانې وې، خو د ځينو پټو ډيپلوماټيکو هڅو په مرسته د واشنگټن او بيونگ يونگ اړيکې عادي شوې او د دواړو هېوادونو مشرانو د تاريخي ليدنې نېټه وټاکله، چې نن يې د سينگاپور سنتوزا جزيرې  «کابيلا» پرمختللي هوټل کې سره ليدلي دي.

د ناستې په پيل کې ټرمپ وويل، چې دی له کېم سره «د ښو اړيکو» غوښتونکی  دی او کېم جونگ اون هم ويلي، چې «موږ دلته د دې لپاره راغلي يو، چې ټولې ستونزې له منځه يوسو.»

کابيلا هوټل ته لومړی ډونلډ ټرمپ  ولاړ او په ټلويزيوني خپرونو کې ښکارېده، چې د کېم جونگ اون موټر هوټل ته وروسته ورسېدل.

ټرمپ تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ ويلي و، چې د واشنگټن د استازو او د شمالي کوريا د چارواکو ترمنځ ليدنې په سمه توگه روانې دي او په خپل ټويټ کې يې ويلي و، چې «راتلونکي ورځې به هر څه روښانه کړي، چې د تېرو وختونو پر خلاف زموږ تر منځ رښتيا يووالی راځي او  شونې ده، چې دغه ناسته بريالۍ وي.»

واشنگټن له بيونگ يونگ څخه غوښتنه کوي، چې له خپل اټومي پروگرامه په بشپړه توگه لاسه واخلي او دا ضمانت ورکړي، چې په راتلونکي وخت کې به هېڅ ډول اټومي وسلې نه جوړوي.

ټرمپ ژمنه کړې، که د شمالي کوريا مشر د ده غوښتنه ومني، دوی به ورسره هر ډول مرستې  وکړي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، که بیونگ يونگ دوی ته ضمانتونه ورکړي، امریکا به ورسره اقتصادي مرستې وکړي.

په مقابل کې يې شمالي کوريا وايي، چې دوی له اټومي پروگرامه لاس اخلي، خو دا کار په يوه گام نه، بلکې په مرحله واره توگه ترسره کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون