افغانستان سلايډ (فيچر)

سرپل کې وسله‌والو د امنیتي‌ ځواکونو یو مرکز نیولی

د حکومت له لوري‌ د اعلان شوي‌ اوربند په لومړۍ ورځ وسله‌والو کسانو د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو پر یو مرکز ډله‌ییز برید کړی،‌ چې پر مهال یې مرکز سقوط او د گڼو سرتیرو د برخلیک په اړه لا هم معلومات نشته.

د سرپل امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې لسگونو وسله‌والو د صیاد ولسوالۍ په قفلاتون اډه برید پیل کړی و،‌ چې په پای کې یې سهار وختي اډه سقوط شوه او په بشپړ ډول وسله‌والو ونیوله.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه اډه کې تر شپېتو زیات پوځیان او سیمه‌ییز پولیس میشت وو.

د برید پر مهال دواړو لورو ته د اوښتې مرگ ژوبلې په اړه کره شمېر تر اوسه له دولتي‌ چارواکو سره نشته.

دغه برید په داسې مهال کیږي، چې نن د حکومت له لوري پر طالبانو د تهاجمي بریدونو لړۍ دریدلې ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني له ژمنې او اعلان سره سم د روژې میاشتې له ۲۷ د اختر تر ۵ افغان ځواکونه د اوربند په پار پر افغان طالبانو له برید کولو منع شوي؛ خو د ځان د دفاع اجازه ورکړل شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون