افغانستان سلايډ (فيچر)

د غزني پر مقر ولسوالۍ موټربم برید شوی

د غزني‌ پر مقر ولسوالۍ تېره شپه شاوخوا دوه بجې موټربم برید شوی، چې لږ تر لږه ۵ پولیس په کې وژل شوي او د ولسوال په گډون ۲۶ تنه په کې ټپيان دي.

د غزني‌ ولایت ویاند عارف نوري‌ وایي،‌ چاودیدونکي‌ توکي په یوه هاموي موټر کې ځای پر ځای شوي‌ وو، چې د ولسوالۍ په اول چک پواینټ کې یې چاودنه کړې.

د ولایت د ویاند په وینا په برید کې ۵ پولیس وژل شوي‌ او د ولسوال په گډون ۲۶ تنه ټپيان دي،‌ چې ۵ یې ملکي مامورین او پاتې یې امنیتي سرتیري‌ دي.

خو له سیمې یو شمېر نورې سرچینې وایي، چې تر موټر بم برید وروسته څو وسله‌والو هم پر ولسوالۍ برید کړی او د همدې برید له امله د کابل کندهار لاره هم تړل شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه جگړه کې شاوخوا ۱۰ تنه وژل شوي‌ او گڼ نور ټپيان دي.

تر غزني ور هاخوا نن په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د جگړې راپورونه زیات شوي او له سرپل، هلمند او فراه ولایتونو هم د خال خال نښتو او بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون