افغانستان سلايډ (فيچر)

زاخېلوال: د پښتنو ژغورنې غورځنگ ملاتړ کوو، مرسته نه

پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانگړی استازی او سفير عمر زاخېلوال

اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال وايي، چې افغان حکومت او ولس د منظور پښتين په مشرۍ د پښتنو ژغورنې غورځنگ ملاتړ کوي، خو مرسته نه ورسره کوي او که د سخت دريځۍ پر ضد دغه ډول غږ له پنجاب، سند او يا د پاکستان له بلې برخې هم راپورته شي، دوی به يې ملاتړ وکړي.

زاخېلوال ويلي، چې د ملاتړ او مرستې ترمنځ توپير شته، افغان حکومت له پي ټي ايم يا پښتنو ژغورنې غورځنگ مالي او يا بل هېڅ ډول مرسته نه کوي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو مشر تورنجنرال اصف غفور څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د افغانستان له خاورې د خواله رسنيو له لارې زرگونه کسان د پي ټي ايم په ملاتړ او د پاکستاني پوځ پر ضد څرگندونې او پروپاگند کوي.

خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ويلي، چې په افغانستان کې د خواله رسنيو زرگونه حسابونه د افغان حکومت پر ضد د طالبانو په ملاتړ څرگندونې کوي او ټينگار کوي «په دې اړه دومره وړاندې تلل او ترې وېرېدل دومره ښه کار نه دی.»

د افغانستان سفير د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د ازغن تار لگول د پاکستان يو اړخيزه پرېکړه بللې او ټينگار کوي، چې پاکستاني چارواکي د ازغن تار لپاره کوم لاملونه يادونه، هغه له دې پرته هم له منځه تلی شي.

دی زياتوي، چې د تړون له مخې پر ډيورنډ کرښې د هر ډول ابادۍ او کار په اړه بايد د افغانستان حکومت سره مشوره وشي، خو اسلام اباد په دې اړه له کابل سره هېڅ سلامشوره نه ده کړې.

د کابل او نوي ډيلي د نږدې والي په اړه ښاغلي زاخېلوال وويل، چې دغه اړيکې د اسلام اباد  پر ضد هېڅ ډول دسيسه نه ده او نه بايد پاکستاني چارواکي په دې اړه اندېښمن شي.

عمر زاخېلوال ويلي، چې د ډيورنډ په اړه پرېکړه د حکومتونو نه، بلکې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پرتو ولسونو واک دی او بايد يوازې دوی يې وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون