افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني د پاکستان لوی درستيز سره په ارگ کې وليدل

د پاکستان لوی درستيز ډگر جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته راغلی او نن غرمه يې په ارگ کې له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي ويلي، چې ولسمشر غني د پاکستان لوی درستيز سره د دوو اړخيزو اړيکو سربېره «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د عمل گډ پلان» په اړه هم خبرې وکړې.

دی وايي، چې جنرال باجوه له ترهگرۍ سره د مبارزې، د تاوتريخوالي د کمولو او د افغانستان په مشرۍ د سولې بهير کې د مرستې لپاره ډاډ ورکړی دی.

مرتضوي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

جنرال باجوه په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې کابل او اسلام اباد له اوږدو ناندريو او تورونو وروسته يو ځل بيا د استخباراتي همکاريو په اړه هوکړې ته رسېدلي او دواړو دولتونو ژمنه کړې، چې د ډيورنډ کرښې سربېره په دواړو هېوادونو کې به د يو بل دښمنانو پر ضد عمليات کوي.

افغان او پاکستاني چارواکو هوکړه کړې، چې په کابل او اسلام اباد کې د اړيکو لپاره د دواړو هېوادونو استخباراتي او پوځي چارواکو ته دفترونه پرانيزي او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د همغږۍ مرکزونه جوړ کړي.

د همغږۍ مرکزونه او گډې استخباراتي ادارې به د وسله‌والو مخالفينو پر ضد عملياتو او د ورانکاريو د مخنيوي لپاره هڅې کوي او ټاکل شوې، چې د استخباراتي معلوماتو د تبادلې دوه مرکزونه په تورخم او چمن کې هم جوړ شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون