افغانستان سلايډ (فيچر)

طالب مشر: امریکا افغانستان د ټولې سیمې پر ضد د سنگر په توگه کاروي

د طالبانو مشر مولوي هبةالله اخوندزاده په خپل اختریز پيغام کې ویلي چې امریکایانو په افغانستان کې ډېرو جنجالونو او ستونزو ته لمن وهلې ده. طالب مشر امریکا تورنه کړې چې «د خپلو استعماري اهدافو لپاره دلته نوې جنگي ډلې جوړوي». که څه هم د کومې ځانگړې ډلې نوم نه یادوي.

مولوي هبة الله وايي امریکا افغانستان د ټولې سیمې د هېوادونو پر ضد د سنگر په توگه کاروي او «که د امریکايي اشغالگرو دغه خطرناکه پالیسي عملي کېدو ته پرېښودل شي، نو ټوله سیمه او په ځانگړې ډول زموږ هېواد او ولس به په داسې مشکلاتو او دښمنیو کې راگیر کړي چې بیا به یې د خلاصون لاره نه وي».

د طالبانو مشر ټينگار کوي، چې د افغانستان د کړکېچ بنسټيز لامل د امریکايي پوځيانو شتون دی او د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره بايد امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو شي.

طالب مشر داسې مهال له امریکایانو سره د مخامخ مذاکراتو غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې امریکایانو هم چمتووالی ښوولی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو برخه شي. د جون پر نهمه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سکرتر مرستیالې مېرمن لیزا کورټس ویلي و چې طالبانو سره د سولې لپاره د افغانانو استازولي نه شي کولی، خو زیاته کړې يې وه چې دوی به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې گډون وکړي.

د طالبانو مشر ویلي د امریکایي چارواکي لویه تېروتنه دا ده چې «هره موضوع کې له سرزورۍ کار اخلي خو زور هر ځای نتیجه نه ورکوي». مولوي هبة الله اخوندزاده یو ځل بیا ټینگار کړی چې «په هره ممکنه لاره وي اشغالگر» به له هېواده وباسي.

سربېره پر دې، د طالبانو مشر د افغانستان دیني علماوو ته په خطاب کې وايي، چې امریکایان غواړي له دوی استفاده وکړي او «په یوه او بل هېواد کې د دوی له ناستو او غونډو داسې استفاده ونه کړي چې د خاورې له اشغال نه توجه په بل لوري واوړي او په قرآن او حدیث ثابت مقدس جهاد خپلمنځي جگړه تعبیر شي».

افغان حکومت له تېر یوه کال راهیسې هڅه کوي چې په په ځینو اسلامي هېوادونو کې د دیني علماوو د غونډو له لارې په افغانستان کې د طالبانو د جگړې پرخلاف فتوا ترلاسه کړي. تېره میاشت په اندونیزیا کې او تېره اوونۍ په کابل کې هم د علماوو دغه ډول ناستې وشوې.

مولوي هبة الله اخوندزاده په دې اختریز کې پیغام کې پر ملکي تلفاتو مفصل بحث کړی او ویلي يې دي چې د ملکي تلفاتو موضوع د دوی له نظره له ډېرو اساسي او مهمو موضوعاتو څخه ده. طالب مشر ډاډ ورکړی چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره «خپل ټول وس کوو».

طالب مشر په دې پيغام کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کارمندانو ته په خطاب کې د پخوا په پرتله نرم چلند کړی دی. په دې پيغام کې امنیتي ځواکونو ته وايي «تاسو د همدې خاورې او ولس بچیان یاست، پلرونه او نیکونه مو ټول مسلمان او د قران او اسلام پیروان تېر شوي..تاسو ته جایزه نه ده چې د خپل مجاهد ولس خلاف د هغوی اشغالگرو تر قومندې لاندې وجنگېږئ چې زموږ د اسلام او قران سرسخته دښمنان دي». وروسته زیاتوي «له تاسو سره زموږ مخالفت یوازې همدا ټکی دی».

د طالبانو د مشر له اختريز پيغام وړاندې افغان حکومت له طالبانو سره اته ورځنی اوربند اعلان کړی او په مقابل کې يې طالبانو هم د اختر درې ورځو کې پر افغان امنيتي ځواکونو او دولتي چارواکو د بريدونو نه کولو اعلان کړی دی.

په ولسي کچه د حکومت او طالبانو دا پرېکړه ستایل شوې او د سولې پر لور مهم گام بلل شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون