افغانستان سلايډ (فيچر)

کورنيو چارو وزارت د اخترو په ورځو کې د بشپړ امنيتي تدابيرو ډاډ ورکړی

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ‏

د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ناامنيو د مخنيوي لپاره د بشپړ چمتووالي او امنيتي تدابيرو خبر ورکوي او زياتوي، چې امنيتي ځواکونه د پلازمېنې کابل په گډون په ټول هېواد کې د تيارسۍ په حال کې دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش نن چهارشنبه په کابل کې يوې خبرغونډې ته وويل، چې امنيتي ځواکونه د اختر ورځو لپاره په ټول هېواد کې د بشپړ چمتووالي په حال کې دي.

دانش وويل، چې د اختر ورځو کې د امنيت ټينگولو لپاره ځانگړي امنيتي ځواکونه تيار شوي او له دوی سره کشفي او استخباراتي ارگانونه هم ملتيا کوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زياتوي، د اختر په ورځو کې، چې کومو سيمو کې د خلکو تگ راتگ وي، تر ټينگ امنيتي پوښښ لاندې دي او د بشپړ امنيت ډاډ يې ورکړی دی.

نجيب دانش همدارنگه ويلي، چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه په ټول هېواد کې د اختر په ورځو کې په دفاعي حالت کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې له طالبانو سره اوربند اعلان کړی او په مقابل کې يې طالبانو د اختر درې ورځې د افغان امنيتي ځواکونو او دولتي چارواکو سره اوربند اعلان کړی دی.

ولسمشر غني ويلي، چې دغه اوربند يوازې افغان طالبانو لپاره دی او د القاعدې او داعش په گډون د نورو بهرنيو ډلو پر ضد به ځمکني او هوايي عمليات روان وي.

طالبانو هم ويلي، چې د دوی اوربند يوازې د افغان ځواکونو او دولتي چارواکو لپاره دی او خپلو جنگياليو ته يې امر کړی، چې پر بهرنيو ځواکونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

د افغان حکومت او طالبانو دغه اوربند په ولس کې په پراخه کچه ستايل شوی او خلک يې د سولې پر لور ستر گام بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون