افغانستان سلايډ (فيچر)

حامد کرزي له طالبانو سره د تلپاتې اوربند هيله ښکاره کړې

مخکېنی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شوي لنډمهالي اوربند هرکلی کړی او د تلپاتې اوربند هيله يې ښکاره کړې ده.

حامد کرزي د جرمني «‎ ‎دويچه ويله» خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د جرمني په گډون بايد ټول لويديځ هېوادونه په افغانستان کې خپله ناکامي ومني، چې د اوولسو کلونو جگړو سربېره افغانستان امنيت او ټيکاو په راوستو نه دي توانېدلي.

حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۰ له طالبانو سره د خبرو لپاره «د سولې عالي شورا» جوړه کړه، خو طالبانو د افغان حکومت د سولې د دغه وړانديز ځواب ورنه کړ، بلکې پر ناټو، امريکايي او افغان ځواکونو يې خپل بريدونه زيات کړل.

د تېرو اوولسونو په خونړيو جگړو کې د لومړي ځل لپاره ولسمشر اشرف غني په يوه ويډيويي وينا کې له طالبانو سره يو اړخيز اوربند اعلان کړ او ټولو امنيتي ځواکونو ته يې امر وکړ، چې د روژې له ۲۷ د اختر تر پنځمې پر طالبانو هر ډول تهاجمي بريدونه بند کړي او يوازې د دفاعي بريد اجازه يې ورکړې ده.

له ۲۰۰۱ راهيسې، چې امریکا او متحدينو يې د طالبانو رژيم نسکور کړی، طالبانو له افغان حکومت سره د سولې هر ډول خبرې تحريم کړې وې او د لومړي ځل لپاره يې د افغان ولسمشر د اوربند په وړانديز مثبت غبرگون ښوولې، چې په ولس کې يې په پراخه کچه هرکلی شوی دی.

مخکيني ولسمشر حامد کرزي هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د شوي اوربند هرکلی کړی او هيله يې ښکاره کړې، چې دواړه لوري بايد داسې گامونه پورته کړي، چې له مخې  يې تلپاتي اوربند ته لاره اواره شي، خو په ورته وخت کې يې وېره ښکاره کړې، چې د اوربند د غځولو پر وړاندې ځينې گواښونه هم شته.

ښاغلي کرزي دا هم ويلي، چې د افغانستان روانه جگړه پر افغانانو تپل شوې، د امریکا او پاکستان په گډون ټول ښکېل دولتونه بايد په دې اړه خپل مسووليت ادا کړي او د تلپاتې اوربند او سولې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون