افغانستان

د ښار جوړونې او کليو پراختيا وزير له خپلې دندې استعفا ورکړه ‏

د افغانستان د ښارجوړونې وزیر سیدمنصور سادات نادري

د ښار جوړنې او کليو پراختيا وزير سيد منصور سعادت نادري له خپلې دندې استعفا ورکړې.

سيد منصور سعادت نادري نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د خپلې استعفا اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې د ده استعفا د ولسمشر اشرف غني له لوري منل شوی دی.

د ښار جوړونې وزارت وياند نيلوفر لنگر هم رسنيو ويلي، چې د ښاغلي نادري د کاري قرارداد موده دوه کاله وه او يو کال يې زياته دغه دنده سرته ورسوله او اوس يې د شخصي بوختياوو او روغتيايي ستونزو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون