افغانستان سلايډ (فيچر)

معتصم اغاجان: له طالبانو پرته په افغانستان کې نورې ډلې استخباراتي دي‌

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مالیې وزیر معتصم اغا جان وایي، په افغانستان کې د شلو یا تر هغه د زیاتو وسله‌والو ډلو خبره استخباراتي موخې لري‌ او یوازې طالبان لویه او مهمه ډله ده.

دی وایي،‌ که طالبان سوله وکړي، پوره ډاډه دی،‌ چې په افغانستان کې به امنیت راځي‌ او د داعش په څېر ډلې به ټولې ختمې شي.

معتصم اغا جان له شمشاد ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو قطر دفتر تړل هم د سولې پر وړاندې خنډ جوړوي.

د هغه په خبره تر حکومت طالبان ډير سولې ته لیواله دي،‌ ځکه هغوی تر حکومت ډيره قرباني‌ ورکړې؛ خو حکومت په دوهمه درجه کې د سولې پلوي دی.

د اغا جان په خبره روانه جگړه امریکایانو پیل کړې او د درولو توان یې هم له امریکایانو سره دی.

هغه په دې مرکه کې چې په کابل کې شوې طالبان جهادي او داسې ډله بولي، چې ولس یې تر شا ولاړ دی.

د نوموړي‌ په وینا اوس هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري؛ خو چا ترې د منځگړتوب غوښتنه نه ده کړې او ښایي‌ د دې کار لامل بهرنۍ کړۍ وي.

اغا جان معتصم که څه هم اوس له طالبانو لرې کس بلل کیږي؛ خو دغه مرکه یې له نورو هغو سره توپير لري‌ او ځان د طالبانو نږدې ملگری، خواخوږی او کلک پلوي‌ بولي.

د اختر په مناسب د شوي اوربند په اړه نوموړی وایي،‌ دا گام د سولې لپاره یو ښه پیل کیدای شي؛ خو تر هغه چې په افغانستان کې بهرنیان موجود وي،‌ دغه ډول اوربند به ډیر دوام ونه کړي.

معتصم اغاجان همداراز زیاتوي،‌ چې داعش او ورته نورې ډلې نه منظم تشکیل لري،‌ نه یې رهبري‌ معلومه ده او نه هم افغان ولس ورسره دی،‌ نو ځکه که طالبانو ته قناعت ورکول کیږي، جگړه به هم ورسره ختمیږي.

هغه وايي،‌ ښايي د طالبانو په منځ کې هم د روسیې،‌ ایران او پاکستان د خوښې کسان وي؛ خو دا کسان په اسانۍ تشخیص کیدای شي او د بحث وړ یې نه بولي.

د نوموړي په وینا د علماوو د هغه فتوا پلوي هم دی، چې په دې وروستیو کې په کابل کې صادره شوې؛ خو په خبره یې له دغې فتوا غلط تعبیر شوی او علماوو ویلي، چې د دوه مسلمانو ډلو تر منځ‌ جگړه حرامه ده،‌ په داسې حال کې چې د طالبانو جگړه په بهرنیانو پورې مشروطه ده.

که څه هم نوموړی اوس په کابل کې اوسیږي؛ خو تر دې وړاندې کوم پخواني طالب چارواکي‌ د هغه په څېر په زغرده د طالبانو ملاتړ په رسنیو نه شوای کولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون