روغتيا او ژوند

نوې څېړنه: غټه خېټه مو د ځیگر په سرطان اخته کوي

د ځېگر سرطان تر اوسه هم د سرطان هغه ډول دی چې په ډېره سختۍ سره تشخیص کېږي او وروستۍ امریکايي څېړنه ادعا کوي چې غټه خېټه انسان په همدې سرطان اخته کوي.

دغه ادعا په امریکا متحده ایالاتو کې د ۱٫۵ میلیونه انسانانو روغتیايي معلوماتو څېړلو پایله کې شوې. د دغو روغتیايي معلوماتو څېړونکي وايي چې هره دوه انچه د خېټې غټېدل ۱۰ سلنه د ځیگر په سرطان د اخته کېدو خطر زیاتوي.

همداراز دغه روغتیايي کارپوهانو وايي چې له خپل نورمال اندازې څخه د BMI له نظره پنځه نمرې اضافي وزن اخیستل بیا د ځیگر په سرطان د اخته کېدو خطر ۳۸٪ زیاتوي. په ښځو کې بیا ورته اضافي وزن د ځیگر په سرطان د اخته کېدو خطر ۲۵٪ زیاتوي.

دغې وروستۍ څېړنې پر بنسټ د بدن غټ حجم یا لوړ BMI، د شکرې دوهم ډول او د خېټې غټوالی د ځیگر د سرطان له تر ټولو مهمو لاملونو څخه دي.

دغه څېړنه چې د سرطان څېړنې مجلې کې خپره شوې، د ۱۴ مختلفو څېړنو معلومات يي یو ځای کړی، او په گډون کوونکي يي د خپل وزن، قد او نورو فکتورونو لکه الکولي مشروبات او تنباکو څښلو اړوند پوښتنلیکونه هم ډکې کړي. هېڅ گډون کوونکی دغې څېړنې کې د گډون پر مهال په سرطان اخته نه و، خو د وخت له تېرېدو سره ۲۱۶۲ گډون کوونکي د ځیگر په سرطان اخته شول.

دا هم څرگنده شوه چې دوهم ډول شکرې ناروغي لرونکي کسان، چې اضافي وزن سره نیغه اړیکه لري او اضافي وزن لرونکي ۲٫۶۱ ځلي د نورو په پرتله ډېر د ځیگر په سرطان اخته شول. د سرطان امریکايي ټولنې مدیر چې دغه څېړنه يي ترسره کړې وه وویل: «موږ وموندل چې دغه ۳ لاملونه د ځیگر له سرطان سره اړیکه لري. له دې سره دا هم ثابتېږي چې د ځیگر سرطان له اضافي وزن سره تړلې ناروغي ده.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون