ټکنالوژي

د سامسنگ ځیرک موبایل چې په جوړولو يي ۲۰۰۰ ډالره لگښت راځي (تصویرونه)

سامسنگ له اوږدې مودې څخه غواړي چې یو قاتېدونکی ځيرک موبایل وړاندې کړي چې دوه مخ‌پاڼې ولري او د اړتیا پر مهال دواړه مخ‌پاڼې سره یو ځای شي.

له دې وړاندې دغه ځیرک موبایل اړوند مختلف اټکلونه شوي او گومان کېده چې له ۲۰۰۰ امریکايي ډالر څخه به زیات لگښت پرې راشي او د ځیرکو موبایلونو د تاریخ تر ټولو گران بیه ځیرک موبایل به وي.

وروستيو معلوماتو پر بنسټ د ټکنالوژي برخې کارپوهان په دې باور دي چې دغې ځیرک موبایل جوړولو لپاره به راتلونکی نومبر میاشت کې پرزې راټولې شي او ۲۰۱۹ کې به نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

د کوریا ټایمز ورځپاڼې د ټکنالوژي برخې کارپوه وايي چې په دغه ځیرک موبایل به دوه میلیونه وان چې ۱۸۵۰ امریکايي ډالره کېږي لگښت راشي.

گولډن برېج چې د ټکنالوژي په برخه کې یوه اعتباري سرچینه ده وايي چې د دغه ځیرک موبایل مخ‌پاڼه به د خلاصولو پر مهال ۷٫۳ انچه او د بندولو پر مهال ۴٫۵ انچه وي.

دغه ځیرک موبایل مخ‌پاڼه کې به هم د اولېډ ټکنالوژي کارول شوې وي.

د راپورونو پر بنسټ د دغه ځیرک موبایل ازمایښتي بڼه به د CES 2019 غونډې پر مهال یا هم موبایل نړیوال کانگرېس کې دفبروري په میاشت کې کاروونکو ته معرفي شي.

سامسنگ کمپنۍ د قاتېدونکی ځیرک موبایل په برخه کې له هواوې کمپنۍ سره رقابت کوي او غواړي خپله ټوله هڅه وکړي چې له هواوې څخه وړاندې خپل دغه ځیرک موبایل نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون