ټکنالوژي

اپل د کاروونکو معلومات نور هم خوندي کړ

اپل کمپنۍ یو ځل بیا خپل د اپ سټور قوانین بدل کړي چې دغو قوانینو سره سم دغه سټور کې خپل کاریالونو وړاندې کوونکي به اجازه ونه لري چې د ایفون د کاروونکو شخصي او ملگر اړوند يي معلومات ترلاسه کړي.

له دې وړاندې اپل اپ سټور کې هم ډېر شمېر داسې کاریالونه شتون درلود چې د ښکته کولو پر مهال يي د کاروونکو شخصي اړیکو او پیغامونو ته د لاس رسي اجازه غوښتنه او یو شمېر کاریالونو بیا دغه معلومات د مالي گټو لپاره په یو شمېر نورو کمپنیو پلورل.

خو د اپل کمپنۍ اوس پرېکړه کړې چې د ایفون کاروونکو معلوماتو ته د کاریال جوړوونکو لاس رسی محدود کړي تر څو د کاروونکو له اجازې پرته د هغوی معلومات د ټکنالوژي په بازارونو کې لیلام نه شي.

له دې وروسته د اپل کمپنۍ اپ سټور کې شته کاریالونه د کاروونکو شخصي معلوماتو، اړیکو او پیغامونو ته په دې نوم چې غوره خدمتونو لپاره به وکارول شي لاس رسی نشي ترلاسه کولی مگر دا چې دغو کاریالونو وړاندې کوونکي په قانوني ډول د کاروونکو رضایت نه وي ترلاسه کړی.

دغه نوی قانون وضع کولو څخه وروسته اپل کمپنۍ وویل: «له دې وروسته اجازه نه ورکو چې کاریال وړاندې کوونکي له اجازې پرته د کاروونکو معلومات، اړیکې او شخصي پیغامونو ته لاس رسی ولري او په نورو کمپنیو يي د سوداگریزو خبرتیاو او بازار موندنې لپاره وپلوري.»

اپل کمپنۍ دغه پرېکړه وروسته له هغه کوي چې فیسبوک د ورته فعالیتونو او نورو کمپنیو سره د پیسو په بدل کې د کاروونکو معلوماتو شریکولو له امله له جدي ستونزو سره مخ شو او اړ ایستل شو چې د خپلې وېب پاڼې د کارولو قوانین او د کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب قوانین نوي کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون