لوبې

د اصغر ستانکزی غلطه پرېکړه افغانستان له سترو ستونزو سره مخ کړه

نن د افغانستان او هندوستان ترمنځ یوازینۍ تېسټ لوبه پیل شوه. دغه لوبه افغانستان لپاره ځانگړی ارزښت لري ځکه چې د افغانستان په تاریخ کې دا د افغانستان لومړنۍ نړیواله ټېسټ لوبه ده.

د دغې پنځه ورځنۍ لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان لپاره شېکر دون او وېجې توپ وهنه پیل کړه او د لوبې له پیل څخه يي پیاوړې او چټکه توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې لسم اور وفادار ترسره کوله چې د دغې اور په پنځم بال توپ د شېکر دون په بېټ ولگېد او شاته افسر ځاځی کیچ کړ.

وفادار، افسر ځاځی او شهزاد محمدي زورور اپیل وکړ خو لوبڅار کومه دلچسپي ونه خوده. دغه مهال شېکر دون یوازې ۲۳ منډې جوړې کړې وې.

که څه هم اکثرو لوبغاړو اصغر ستانکزی ته دغه پرېکړه درېیم لوبڅار ته د راجع کولو مشوره ورکړه خو نوموړی د لوبغالی د لوبڅار پرېکړه ومنله او دغه پرېکړه يي درېیم لوبڅار ته راجع نه کړه.

وروسته د الټرا اېج ټکنالوژۍ په مرسته ثابته شوه چې توپ د شېکر دون په بېټ لگېدلی و او که چېرې اصغر ستانکزی دغه پرېکړه درېیم لوبڅار ته راجع کړې وه نو نوموړی به سوځېدلی و.

له دغه فرصت وروسته شېکر دون په ۹۶ توپونو د نولسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۰۷ منډې جوړې کړې او دیمین احمدزی په بال يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

اوسمهال هندوستان په ۴۸٫۴ اورونو کې یوازې یو لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۴ منډې جوړې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون