اقتصاد او سوداگري

 د افغانستان او سعودي تر منځ‌ سوداگریز هوایي دهلیز پرانیستل کیږي‌

د هغې هوکړې له مخې چې نږدې لس ورځې وړاندې افغانستان او سعودي عربستان لاسلیک کړه، راتلونکې اونۍ د دواړو هېوادونو تر منځ سوداگریز هوايي دهلیز پرانیستل کیږي.

د ولسمشر ماڼۍ د مالي او بانکدارۍ مشاوریت د عامه اړیکو مسوول سمیر رسا وايي، دغه هوايي‌ دهلیز به راتلونکې اونۍ رسما پرانیستل شي او په لومړي ځل به له افغانستان څخه جدې ښار ته زعفران ولیږدول شي.

د رسا په خبره د دهلیز له پرانیستل کېدو سره سم به ۵۰۰ کیلو گرام یا نیم ټن افغاني زعفران سعودي عربستان ته ورسیږي او بیا به دغه هوایي‌ دهلیز د نورو سوداگریزو توکو د لیږد لپاره هم کاریږي.

افغانستان تر دې وړاندې له هند،‌ قزاقستان او ترکیې سره هم د سوداگریزو هوايي‌ دهلیزونو تړونونه لاسلیک کړي‌ وو،‌ چې وروسته بیا د هند په هوايي‌ دهلیز کې ځېنې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې.

هغه مهال سوداگرو شکایت کاوه چې په الوتکو کې د سوداگریزو توکو لیږد ډېر لگښت غواړي او هغه گټه چې سوداگر یې تمه لري‌ نه تر لاسه کیږي.

د دې تر څنگ پر وخت د الوتکو نه برابریدل بله ستونزه وه،‌ چې له امله یې د افغانستان په هوايي ډگرونو کې په سلگونو ټنه تازه میوې خوسا شوې.

سمیر رسا د سه شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې د صنعتي پارکونو د رامنځته کېدو لپاره هم حکومت پر جدي پلانونو کار پيل کړی او په همدې موخه یې شاوخوا دوه نیم زره د ځمکو نمرې پر پانگوالو ویشلې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون