لوبې

سکاټلینډ له ایرلینډ وروسته نېدرلینډ ته هم ماتې ورکړه

سکاټلینډ د درې اړخیزو شل اوریزو لوبو لړ کې د نېدرلینډ په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغې لوبې کې يي د نېدرلینډ لوبډلې ته په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه نېدرلینډ وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

نېدرلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بارېسي نیمه سلیزې په مرسته ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

نېدرلینډ لپاره باریسي په ۵۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۳ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

سکاټلینډ لپاره اېوانز ۲ او شریف، وټ او بېرېنگټن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د سکاټلینډ لوبډلې ۱۷٫۴ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې او نېدرلینډ ته يي په ۷ وېکېټو ستره ماتې ورکړه.

سکاټلینډ لپاره بېرېنگټن په ۳۲ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۴۹ ناسوځېدلي منډې، منسي په ۲۹ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۶ او کواېټزر په یوزاې ۲۰ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

نېدرلینډ لپاره باریسي، کلاسېن او سیلار یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون