لوبې

انگلینډ په استرالیا د تر ټولو ستر هدف نړیوال رېکارډ جوړ کړ

د انگلینډ او استرالیا ترمنځه د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو درېیمې لوبې کې استرالیا له انگلینډ څخه په ۲۴۲ منډو ستره ماتې وخوړه.

د لوبې پچه استرالیایۍ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

انگلینډ ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بېیرسټو او هېلز پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته ۴۸۱ منډې جوړې کړې او نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې يي د تر ټولو لوړ هدف نوی نړیوال رېکارډ جوړ کړ.

انگلینډ لپاره هېلز په یوازې ۹۲ توپونو د شپاړلسو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۱۴۷ او بېیرسټو په ۹۲ توپونو د پنځلسو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۱۳۹ منډو جوړولو سره پیاوړې او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

رای په ۶۱ توپونو د اوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۸۲ او مورگن په یوازې ۳۰ توپونو د دریو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۶۷ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

استرالیا لپاره رېچرډسن تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. رېچرډسن خپل لس اورونو کې ۹۲ منډو ورکولو سره درې مهمې وېکېټې واخیستې. اگر هم یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې استرالیا په ۳۷ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۳۹ منډې جوړې کړې او د ۲۴۲ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

استرالیا لپاره هېډ په ۳۹ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۱ او سټوېنېس په ۳۷ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

انگلینډ لپاره رشید ۴، معین علي ۳ او ویلي دوه وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون