سلايډ (فيچر) نظر

د حکومت د سولې نوې تگلاره

ډاکټر فیض محمد ځلاند

حکومتونه سیاسي جوړښتونه دي، چې د ټاکلې مودې لپاره د دولت اجراییوي چارې په مخ وړي، سیاسیون تل کوښښ کوي چې د حکومت په اډانه کې د خپل واک د غځېدو، د قدرت له سرچینو څخه د گټه اخیستو او په لویه کې د خپل سیاسي ژوند د عمر د اوږدیدو په پلمه د حکومت مراندې تر ځان محدودې کړي.

د حکومت او د سیاسیونو همدا کړنې ډېر مثبت اړخونه هم لري، دا چې حکومت د سیاسي رقابت چورلیز دی، نوبتي دی، په ټاکنیزو ناندریو، سیاسي رقابتونو تر لاسه کیږي، له دې امله د سیاسیونو پورته کړنې، ځانگړنې د دې سبب هم گرځي چې ولس ته د خوښې خدمات وړاندې کړي، داسې څه وکړي چې ولس د دوی د عمر اوږدیدا ومني، د دوی له کاري اجنډا سره همغږي پاتې شي، دوی ته  ښه راغلاست و وایي، د دوی په نیمگړتیاوو سترگې پټې کړي.

د ملي وحدت د حکومت هم همدا لاره ده، دغه حکومت چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوې تجربه گڼل کیږي، له سختو نیمگړتیاوو سره مخ شو، دې حکومت خپلې دوکلنې ژمنې پوره نه کړې، د اقتصادي پرمختگ، کار موندنې، سولې، ټیکاو او ثبات پلانونه یې ټول نیمگړي پاتې شول، د همدې حکومت په څلور کلنه موده کې د تېر اتلسو کلنو نادرې نادودې تر سترگو شوي ـ کندوز په کې دوه ځلې سقوط وکړ، فراه په کې سقوط شو، په څلورو کلونو کې کابینه تکمیل نه شوه، افغانیو خپل ارزښت د ډالرو په وړاندې له لاسه ورکړ، پاکستان تقریبا د ډیورند په کرښه اغزن تار تکمیل کړ، تورخم رسمي دروازه شوه، د شاهین قول اردو پیښه، د پکتیا د امنیه قومندانۍ پیښه، د سلگونو زره افغان ځوانانو د تیښتې غمیزه ورته گڼ داسې کارونه ترسره شول چې د ډاکتر صیب غني وینا چې  دی په دې پوه نشو چې په ارگ کې دی. ډاکتر صیب عبدالله په غني داسې نیوکې وکړي چې نادرې وي، هغه یې په انحصار تورن کړ، په لیونتوب، ستر فساد، په نیمگړي شخصیت یې وننگاوه، عطا محمد نور خو دومره مخکې لاړ چې غني ته یې یو ځل اخطار ورکړ چې کیدای شي د علماو د پریکړې له مخې د غني مسلماني وننگوي.

د پورته ټولو ستونزو سره، سره ارگ او د چینار ماڼۍ کوښښ وکړ چې د نړیوالو ملاتړ هم له ځان سره وساتي، مختلفو کانفرانسونو، غونډو، سفرونو ته یې ملا وتړله په دې ټولو کې د کار وړ خبره د وروستي اوربند اعلان و. د اوربند څخه د مخه ارگ کوښښ وکړ چې له پاکستان سره ځینې ستونزې حل کړي، د پاکستان اندیښنې ځواب کړي، د ډیورند په مسله غلي پاتې کېدل، د ملا فضل الله په نښه کول، له چین او پاکستان سره درې اړخیزې ناستې، څلور اړخیزې ناستو کې د امریکا په شتون کې په پاکستان فشارونه، دا هر څه په دې مانا چې ارگ لا هم کوښښ کوي چې دا ثابته کړي چې پاکستان کولی شي طالبان د ارگ په غوښتنه د سولې خبرو ته کینوي.

د ټرمپ ستراتیژي چې تېر کال  ۲۰۱۷اگست کې د یو کال لپاره رامنځته شوه، په طالب جنگیالو د هوایي بمبار، شپنیو چاپو، د جگړې په ډگر کې  له طالبانو سره د حکومتي پوځونو د مخامخ کېدو، دارنگه د سیمه‌ییز فشار د زیاتیدو په لړ کې ډېر څه له ځان سره لرل، خو د دې ستراتیژۍ کال لا نه و پوره شوی چې هر څه اپوټه شول. روسيې او ایران لا زیات د ملي وحدت حکومت په سیمه کې منزوي کړ، پاکستان لا هم د منافقت سیاست ته ادامه ورکوي، چین زړه نازړه په غونډو او ناستو کې لا لهانده دی، په نظامي ډگر کې فراه سقوط وکړ، د دې تر څنگ لسو نویو ولسوالیو د طالبانو زور ته غاړه کیښوده، د دې ټولو ناکامیو له امله، ټرمپ اړ شو نیکلسن ملامت کړي، هغه یې له دندې گوښه کړ، خو نیکلسن د ولسي، مذهبي، قومي فشارونو ژمنه وکړه چې د دې فشارونو په لړ کې د اندونیزیا غونډه وشوه، د افغان علماوو فتوا را برسیره شوه، حکومت د نوې ساه اخیستو لپاره د روژې په پای کې د اوربند اعلان وکړ.

د اوربند د اعلان او د طالبانو لخوا د اختر د اوربند اعلان دا هیلې را وټوکولی چې د سولې له لاره نژدې ده، هیله ده چې په افغان کشاله کې د افغان لوریو ستونزه ژر حل شي او د بهرنۍ برخې ستونزې ته حل لار را برسیره شي. خو اوس چې له اوربند څخه دا دی دوه درې ورځې تېریږي، جگړې بېرته په ټول هیواد ازغن څادر غوړولی دی، جگړه مخ په گرمیدو ده. ډاکتر صیب غني یو ځل بیا د اوربند د غځولو تابیا وښودله، د دې تر څنگ یې له پاکستان سره خپلو اړیکو ته زور ورکړی تر څو د پاکستان د نظامیانو له لوري په طالبانو فشارونه زیات شي او طالبان د غني د اوربند او سولې تگلارې ته غاړه کیږدي.

طالبانو په وار وار د سولې په وړاندې خپله پریکړه او شرایط اعلان کړي دي:

  • د قطر د فتر په رسیمت پيژندل
  • له بهرنیانو سره نیغ په نیغ کتل
  • د تورلیست پاکول
  • د بندیانو تبادله
  • د بهرنیانو د مهالویش ټاکل

له دې اسانتیاوو وروسته به طالبان له افغان لوري سره د نوي نظام په جوړیدو، اساسي قانون، ولسي غوښتنو او سیاسي راتلونکي خبرې کوي.

موږ چې له نژدې د سولې هڅې څارو، د طالبانو د پورته غوښتنو په وړاندې د حکومت په تگلارو، خبرو او ژمنو کې هیڅ نه گورو، ډاکتر صیب غني وایي چې له طالبانو سره هر ځای کینم، خو د قطر خبره نه کوي، اوربند اعلانوي خو د بهرنیو پوځیانو د سرنوشت خبره نه کوي، بندیان پریږدم، خو د تبادلې، د گوانتانامو د بندیانو د سرنوشت، د باگرام د بندیخاني په وضعیت بحث نه کوي، خبرې کوم، خو د بهرنیانو په نیت او خبرو ته په تیاري سر نه خلاصوي.

د دې ټولو پوښتنو په وړاندې داسې عاطفي، احساساتي برخورد کوي چې د ولس احساسات، عاطفه او ذهنیت مغشوش ساتي، سولې ته لومړتیوب ورکوي خو ټاکنې یې د کاري اجنډا په سر کې دي، د ټاکنو ترسره کیدا نه مطلب دا چې راتلونکي پنځه کاله به همدا ناکاره، غلواکي روانه وي، موږ درې ځلې ټاکنې درلودې، کومه ستونزه مو پرې حل شوه؟

که سوله لومړیتوب وي د مقابل لوري غوښتنې باید وننگولی شي، وارزولی شي، ځواب شي یا یې د رد لپاره دلایل وړاندې شي، هغه له نظره غورځول، په وړاندې یې ولسي غبرگونونو ته لار هوارول، د مقابل لوري کمرنگه کول، د پاکستان پیاوړي ښودل، داسې ښکاري چې دا کاروان ترکستان ته روان دی.

حل لار!

 

د طالبانو پورته ذکر شویو غوښتنو ته په ښکاره توگه ځواب د رد یا تایید ورکول، د ولسي فشار تر څنگ په سیمه کې همغږي رامنځته کول، د نظام په راتلونکي کورنی بحث، د سولې د کمشنکارې شورا پر ځای د ولسي  مشرانو یوه جرگه‌گۍ ټاکل چې د بهرنیانو د مهالویش او وتلو لارې چارې وارزوي، د طالب او پاکستان اړیکې را برسیره او د هغوی د کمزوري کولو لپاره د ولسي فشارونو په لړ کې کاري پلان را منځته کوي، د حکومتي واک د انتقال لپاره له ټاکنو پرته بله کومه لنډمهالې لاره چاره په گوته شي، حکومت دې بې طرفه روڼ اندو ته پریښودلی شي، اوربند دې په دې شرایطو کې له ټولو لوریو اعلان شي او د نظام د بیا ځلې تعریف او جوړیدو لپاره دې ملي اجماع ته لار هواره شي.

له دې پرته، موږ د احساساتو په داسې دلدل کې غوپې وهو چې خپله خو به غرق شو، گران وطن افغانستان به هم ځان سره لا هو کړو.

درناوی

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون