روغتيا او ژوند

که غواړئ زړه مو روغ پاتې شي، واده وکړئ

انگلستان کې یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې منځني عمر کې د ژوند د ملگري ملتیا د زړه په مختلفو ناروغیو او د فلج په ناروغۍ د اخته کېدو خطر کمولو کې د پام وړ مرسته کولی شي.

د رویال اسټروک روغتون دغې څېړنې کې دوو لسیزو په مودې کې له شل لکو څخه زیاتو هغو کسانو چې عمرونه يي ۴۲ څخه تر ۷۷ کاله پورې وو ژوند څارل شوي.

د دغې څېړنې او روغتیايي څارنې پایلو څخه څرگنده شوې چې واده انسان د زړه په مختلفو ناروغیو او د فلج په څېر وژونکو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

دغې څېړنې په جریان کې د اروپا، شمالي امریکا، منځني ختیځ او اسیا اوسېدونکو ژوند څېړل شوی او دغې پایلې ته رسېدلې.

څېړنې کې ویل شوي چې طلاق شوي، د ژوند د ملگري مړینه یا هېڅکله واده نه کوونکو کسانو کې د وینې شریانونو اړوندې ناروغۍ لکه د زړه ناروغي خطر ۴۲ سلنه او د فلج خطر ۵۵ سلنه زیاته وي.

څېړونکي وايي چې پایلو څخه دا څرگندېږي چې له واده وروسته حالت او د ژوند ملگري سره اړیکې هم د شریانونو اړوندې ناروغي خطر وړاندې وینې کې مرسته کولی شي.

څېړونکي په دې باور دي چې د ژوند ملگري یو بل ته د ژوند په سختو او ستونزمنو حالاتو کې ډاډ او سکون ورکوي.

له دې وړاندې په سوېډن کې ترسره شوې یوې څېړنې هم ثابته کړې وه، هغو کسانو کې چې یوازې ژوند کوي، د هغو کسانو په پرتله چې واده يي کړی د اعصابو له لاسه ورکولو د ناروغۍ خطر څو چنده زیات وي.

دغې سوېډنۍ څېړنې کې ویل شوي و چې یوازې ژوند کوونکو کسانو کې د اعصابو له لاسه ورکولو بنسټیز لامل د یوازیتوب احساس او ټولنیزه مرسته نه ترلاسه کول دي، چې دغه لاملونه د منفي ذهني اغېز لکه خپگان او ذهني ناارامۍ امکان زیاتوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون