سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امریکايي سناتور: د ټرمپ اداره بايد له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو شي

د متحده ايالتونو د مشرانو جرگې «سنا» د بهرنيو اړيکو د کميسيون غړي سناتور اليوت انگل ‏

د متحده ايالتونو د مشرانو  جرگې «سنا» د بهرنيو اړيکو د کميسيون غړي سناتور اليوت انگل ويلي، چې طالبان افغانان دي، له متحده ايالتونو سره په جگړه بوخت دي او غوښتنه يې کړې، چې د ټرمپ اداره بايد د افغانستان روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

سناتور انگل  ويلي، چې د طالبانو له ځواک او غورځنگ څخه انکار ناشونی دی او سپينه ماڼۍ چې له هرې لارې وي، بايد د افغانستان جگړې ته د پای لوری ولټوي.

دغه سناتور له طالبانو سره له مذاکراتو د نټې په اړه پر ولسمشر ټرمپ نيوکه کړې، په دې اړه يې د هغه چلند ناسم بللی او ټينگار يې کړی، چې د طالبانو له ځواک او غورځنگه انکار ناشونی دی او متحده ايالتونه بايد د روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو  سره د مخامخ مذاکراتو لاره خپله کړي.

سناتور اليوت انگل دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي و، چې  له طالبانو سره د افغانستان په استازولۍ خبرې نه شي کولای، خو د افغان حکومت په مشرۍ مذاکراتو کې به گډون وکړي.

طالبان ټينگار کوي، چې د افغانستان جگړه امريکا پيل کړې او د روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره بايد امریکا مخامخ خبرو ته حاضره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون