افغانستان

غزني او فارياب کې امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې

په غزني او فارياب کې د طالبانو په بريدونو کې گڼو امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې او چارواکي يې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د غزني ولایت وياند محمد عارف نوری رسنيو ته ويلي، چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه په رشيدان او جغتو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي وو، چې له امله يې د ملي او سيمه‌ييزو پوليسو شپږ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.

خو د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري رسنيو ته ويلي چې په زنه‌خان، جغتو، رشيدان او د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې پر پوستو بريدونو کې لږ تر لږه څوارلس پوليس وژل شوي او يوویشت نور ټپيان دي.

د ولايت وياند وايي، چې په دغو نښتو کې شل مخالفين هم وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د دوی جنگياليو تېره شپه د جغتو او ناهور ولسواليو پر لاره پرتو پوستو باندې بريد کړی، چې پر مهال يې دوه پوستې سقوط شوي، يوولس پوليس وژل شوي، درې ټپيان او يو يې ژوندی نيول شوی دی.

د فارياب خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې هم د وسله‌والو طالبانو په بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د فارياب ولايت وياند جاويد بيدار ويلي، چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د خواجه خشکي سيمه کې د طالبانو په بريدونو کې شپږ سرتيري وژل شوي، درې ټپيان دي او يو سرتېری د مخالفينو لاس ته ورغلی دی.

د ولايت وياند مخالفينو ته هم د مرگ ژوبلې اړولو خبره کوي، خو شمېر يې نه دی ياد کړی.

طالبانو ويلي، چې د خواجه سبز پوش په خواجه خشکي سيمه کې يې دوه پوستې سقوط کړي او اووه سرتيري يې وژلي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون