افغانستان سلايډ (فيچر)

افغان حکومت رښتيا ډيورنډ کرښه په رسميت پېژندلې؟

له تېرو دوو ورځو راهيسې د ټولنيزو رسنيو فعالان د پاکستاني رسنيو په استناد وايي، چې د ملي يووالي حکومت له پاکستان سره ډيورنډ کرښه په رسميت منلې ده.

پاکستان له تېرو دوو کلونو راهيسې پر ډيورنډ کرښې ازغن تار او کټارې لگول پيل کړي او دغه چاره تر ډېره په بشپړېدو ده، خو پر وړاندې يې د افغان حکومت چوپتيا د خلکو غبرگون او اندیښنې پارولې.

د اسلام اباد چاپ ډان انگليسي ورځپاڼې ليکلي و، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د پاکستان له لوی درستيز ډگر جنرال قمر جاويد باجوه سره په ناسته کې د ډيورنډ کرښه په رسميت پېژندلې ده.

د ټولنيزو رسنيو د فعالانو په وينا افغان حکومت له پاکستانه غوښتي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او په مقابل کې يې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وواژه او د ډيورنډ کرښه يې په رسميت پېژندلې، خو د ملي امنيت شورا په دې اړه د ټولنيزو رسنيو د فعالانو او رسنيو څرگندونې ناسمې بللي دي.

د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ډيورنډ کرښې په اړه د ټولنيزو رسنيو خپرونې «بې بنسټه» دي او زياتوي، چې له پاکستاني چارواکو سره د ډيورنډ کرښې اړه یادونه نه ده شوې.

اعلاميه زياتوي، چې د ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پاکستان ته تللي پلاوي د پاکستان لوی درستيز سره نه دي ليدلي او نه هېڅ حکومت د ډيورنډ کرښې په اړه د خبرو حق لري.

د ملي امنيت شورا دفتر وايي، چې  د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د منلو وړ نه ده او هېڅ حکومت په دې اړه د خبرو واک نه لري.

تېر کال په کابل کې د برتانيې سفير نيکلاس کي ويلي و، چې ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نړيواله کچه منل شوې رسمي پوله ده، چې له امله  يې د افغان حکومت سربېره د عامو افغانانو غبرگونونه راپارېدلي وو.

د ملي امنيت شورا دفتر هغه مهال هم د نيکلاس کي څرگندونې ناسمې بللې وې او له بهرنيو ډيپلوماټانو يې غوښتي و، چې د افغانستان د حساسو مسايلو په اړه په څرگندونو کې له احتياطه کار واخلي.

تر هغه وړاندې ځینو امریکايي‌ چارواکو هم ویلي‌ و،‌ چې امریکا د افغانستان او پاکستان تر منځ‌ پوله ډیورنډ کرښه بولي.

ډيورنډ کرښه، چې ۱۸۸۳ کې د برتانوي هند او د افغانستان د هغه وخت امير ترمنځ د سلو کلونو لپاره لاسليک شوې وه، خو د افغانستان ټولو حکومتونو ويلي، چې دغه کرښه په رسميت نه پېژني او د ډيورنډ کرښې په اوږدو د پاکستان له لوري د ازغن تار لگول ناسم بولي.

په اسلام اباد د افغانستان سفير عمر زاخېلوال څه موده وړاندې ويلي و، چې د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښې د ازغن تار لگول ناسم کار دی.

 د زاخېلوال په وينا پاکستان چې د ازغن تار لگولو لپاره کوم دلايل لري، د هغو مخنیوی په نورو چارو هم کيدای شوه.

افغان حقوق پوهان هم وايي، چې ډيورنډ کرښه فرضي ده او د دغه تړون له لاسليکېدو نټه کوي.

د حقوي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس وايي، چې د ډيورنډ کرښې تړون د برتانيې د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير سر مور تيمر ډيورنډ او د افغانستان د امير عبدالرحمن خان ترمنځ نه دی لاسليک شوی، بلکې په دغه تړون کې  د غايب په کلمې راغلي، «چې امیر عبدالرحمن له برتانيې سره د ډيورنډ کرښه منلې ده.»

د عبدالشکور دادرس د معلوماتو له مخې د امیر عبدالرحمن له لاسليک سره به د هغه ځانگړی مهر هم و، خو د ډيورنډ کرښې په اړه لاسليک شوي تړون کې دغه مهر نشته.

په ټوله کې داسې ښکاري، چې پاکستاني رسنۍ او چارواکي هڅه کوي په یو ډول په خلکو کې دا خبره عامه کړي، چې ډیورنډ‌ افغان حکومت په رسمیت پیژندلې؛ خو په دې اړه د افغان حکومت سست دریځ هم دې کار ته لا زیات فرصت ورکوي.

کله چې پر ډيورنډ د اغزن تار لگولو لومړۍ ورځې وې ټاکل شوې وه د ارگ یو مطبوعاتي‌ مسوول په دې اړه خبریالانو ته جزیات ورکړي؛ خو وروسته د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني دغې خبري‌ غونډې ته راغی او ډیورنډ یې د افغانانو داعیه وبلله.

هغه په واضح ډول وویل، چې هیڅ افغان حکومت په دې اړه نه د خبرو حق لري او نه څوک اجازه ورکوي، چې دا کار وکړي.

خو یوه گنگوسه دا هم ده چې د ملي یووالي حکومت مخالفین په ځانگړي ډول پخوانی ولسمشر حامد کرزی هڅه کوي‌ د حکومت د کمزوري ښوولو لپاره ورته گنگوسې خپرې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون