افغانستان سلايډ (فيچر)

بادغیس کې ۱۹ پاڅونوال وژل شوي‌

وسله‌والو طالبانو تیره شپه د بادغیس په اب کمري ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پاڅونوالو پر یوه مرکز برید کړی، چې پر مهال یې ۱۹ پاڅوانوال وژل شوي دي.

د بادغیس ولایتي شورا غړی ناصر نظري وايي، برید تیره شپه د اب کمري په تاش بلاق سیمه کې شوی دی.

د هغه په خبره جگړه له پخې شپې پیل شوه او کرۍ شپه وغځېده، چې په پایله کې یې ۱۹ پاڅوانوال او یو شمېر وسله‌وال وژل شوي دي.

د هغه په خبره د بادغیس امنیتي وضعيت په تېرو دوو اونیو کې تر بل هر وخت خراب شوی دی او پر ولسوالیو سربیره په مرکز قلعه نو کې هم د وسله‌والو فعالیتونه زیات شوي دي.

د بادغیس امنیه قوماندانۍ د امنیت امر غلام سرور حیدري هم مني، چې تیره شپه په اب کمري ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پاڅوانوالو پر پوستو بریدونه شوي‌ او پر مهال یې مرگ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره اوس د پېښې د لا روڼتيا لپاره یو ټیم د برید سیمې ته تللی او دوی تر جزیاتو رسیدو وروسته به له رسنیو سره بشپړ معلومات شریک کړي.

د اب کمري د پېښې مسوولیت طالبانو منلی او ویاند یې قاري یوسف احمدي په یوه خبري ټویټ کې ویلي، چې طالبانو په بادغیس کې درې پوستې نیولې او ۱۳ دولتي سرتیري‌ یې وژلي.

دوه ورځې وړاندې هم بادغیس کې تر ۲۰ ډېر پوځیان وژل شوي وو، چې اوس طالبانو د ټولو وژل شویو سرتېرو شمېر تر ۵۰ لوړ ښيي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون