سلايډ (فيچر) کورنۍ

ويسا ورځپاڼه: پر ډيورنډ معامله؛ حقايق څه دي؟

امنيت شورا وايي چې له پاكستان سره د ډيورنډ كرښې پر سر هېڅ معامله نه ده شوې. د دوى په ادعا په كابل او اسلام آباد كې له پاكستاني چارواكيو سره د سولې د عمل پر پلان خبرې شوې خو ډېورنډ بلكل پكې ياد شوى نه دى.

د امنيت شورا لخوا دغه وضاحت تر هغه وروسته وشو چې د بي بي سي په ځينو رسنيو كې د پاكستان د ډان ورځپاڼې د ويبپاڼې په حواله دغه خبر خپور شو چې افغانستان له پاكستان سره د ډېورنډ پر سر معامله كړې ده.

په دې تړاو د امنيت شورا وضاحت هغه شكونو او عملي اقداماتو ته ځواب نشي كېداى چې د ډېورنډ او قبايلي سيمو په تړاو په تېرو څلورو كلونو كې پاكستان تر سره كړي دي.

د عمل په پلان كې هم چې كومې خبرې شوې او پاكستاني رسنۍ يې تر هر چا وړاندې خپروي داسې مادې شته چې د فرضي كرښې پر ځاى د رسمي سرحد معنا لري. پر كرښه د گډو عملياتو او بيا د پاكستان له لوري د كټارو، اغزن تار او دروازو جوړول له اعتراض پرته روان دي. پاكستان عملاً آزاد قبايل د ډېورنډ د مصوبې پر خلاف له خيبر پښتونخوا سره ادغام كړل، د افغانستان رسمي غبرگون دومره پيكه و چې په نه غبرگون شمار و.

همدغه مهال له پاكستان سره توده راشه درشه او په ارگ كې له جنرال قمر باجوه سره د ولسمشر غني نژدې يو ساعته دوه په دوه ملاقات، ښيي چې لوبه كوم لور ته روانه ده.

دا چې د ولسي جرگې غړي ادعا كوي چې پر ډېورنډ معامله شوې او په دې معامله كې د انگرېزانو لاس دى، دا چې د امريكا او انگلستان سفيران كله كله ډېورنډ رسمي سرحد وبولي او حكومت پرې چوپه خوله وي، دا ټول ښيي چې تر كاسه لاندې نيم كاسه شته.

دلته بايد د نړيوالې ټولنې هغه منافقانه او دوه مخى دريځ هم بايد هېر نه كړو چې متأسفانه د پوځي اډو لعنت يې د افغانانو پر خاوره دى خو په سياسي معاملو كې د دوى اصلي شريكان د پاكستان پوځ او استخبارات دي.

واقعيت دا دى چې موږ د همدغو بهرنيو لوريو په تېره امريكا او انگلستان د ناوړه دريځونو او موخو بيه وركوو. د چارواكو لويه جفا دا ده چې هم يې امنيتي تړون او سټراټېژيك تړونونه له دوى سره لاسليك كړل او هم د دوى په قومانده پاكستان ته په باج وركولو مجبور دي.

كه په چارواكيو كې شهامت او د وطن د برخليك احساس واى. هېڅكله به يې هم دغسې ډبل باج ته غاړه نه وه ايښې، هېڅكله هم.

خو د خپلواكو ولسونو پر برخليك داسې غير ملي حكومتونه او چارواكي كه معاملې وكړي هم ولس ته د منلو نه دي او هېڅ معنا نه لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون