ټکنالوژي

د گلکسي اېس۱۰ ډیزاین به مو دغه ځیرک موبایل پېرلو ته اړ کړي

سامسنگ کمپنۍ تر دې دمه خپل دوهم پیاوړی ځیرک موبایل گلکسي نوټ۹ نه دی معرفي کړی خو داسې ښکاري چې دغه کمپنۍ له اوس څخه د ۲۰۱۹ په گلکسي اېس۱۰ کار کوي.

ټکنالوژي اړوندو وېب پاڼو له لوري د ځیرک موبایل یو ډیزاین خپور شوی چې ویل کېږي سامسنگ گلکسي اېس۱۰ دی. که چېرې په رښتیا هم گلکسي اېس۱۰ دغه ډیزاین سره بازار ته وړاندې شي نو بې شمېره کاروونکي به جذب کړي او خپل پیاوړی سیال اپل به هم له گواښ سره مخ کړي.

که چېرې دغه خپور شوی تصویر رښتیا وي نو داسې ښکاري چې گلکسي اېس۱۰ به په بشپړه توگه یوه اېج ټو اېج مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل وي او مخکینۍ برخه کې به بټنونه، سنسرونه، کامرې او لاوډ سپیکرونه ونه لري.

د گلکسي اېس۱۰ دغه تصویر په ټوېټر کې د ټکنالوژي اړوند معلومات افشا کوونکي کاروونکي ایس یونیورس له لوري خپور شوی. ایس یونیورس د باور وړ معلوماتو خپرلو له امله ځانگړی شهرت لري.

راپورونه وايي چې سامسنگ کمپنۍ له اوږدې مودې څخه بشپړه مخ‌‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل باندې کار کوي خو دا ځل ښکاري چې دغې برخې کې بریا ته رسېدلې.

سامسنگ اوسمهال پر داسې یوې ټکنالوژۍ کار کوي چې په مرسته يي د مخ‌پاڼې ښېښه د لاوډ سپیکر پر ځای وکاروي. سربېره پر دې سامسنگ کمپنۍ له اوږدې مودې د مخ‌پاڼې لاندې گوتې نښې په سنسر هم کار کوي.

تر اوسه لا نه ده څرگنده چې سامسنگ کمپنۍ به مخکینۍ کامره د موبایل کومه برخه کې ځای پر ځای کړي. له سامسنگ وړاندې اوپو او vivo کمپنۍ دغې ستونزې ته د حل لاره موندلې خو سامسنگ نه غواړي دغه حل لاره وکاروي.

کېدای شي سامسنگ خپل گلکسي اېس۱۰ د راتلونکی کال په جنوري کې معرفي کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون