ټکنالوژي

اپل د موبایل چارجر وصلولو ځای له منځه وړي

اپل کمپنۍ یوازې له کاروونکو څخه اضافي پیسو ترلاسه کولو لپاره د نوو ټکنالوژي کارولو او پنځولو له امله هم ځانگړی نړیوال شهرت لري.

دغه کمپنۍ په ایفون۷ کې د موبایل غوږۍ وصلولو ځای له منځه یوړ چې له امله يي د کاروونکو جدي غبرگون سره مخ شو خو اپل کمپنۍ له خپلې دغې پرېکړې دفاع وکړه او کاروونکو ته يي د گران بیه وایرلېس غوږۍ پېرېدلو وړاندیز وکړ.

داسې معلومات ترلاسه شوي چې دا ځل اپل کمپنۍ به له موبایل سره د چارجر وصلولو ځای سره هم ورته چلند وکړي او د موبایل دغه مهمه او په ورځنۍ ډول کارېدونکې برخه هم له منځه یوسي.

له دې وړاندې افشا شوو راپورونو کې ویل شوي و چې اپل به خپل راتلونکی ایفون کې د لایټننگ پورټ پر ځای یو اېس بي ټایپ سي پورټ اضافه کړي خو داسې ښکاري چې اپل پرېکړه کړې چې له خپل ایفون څخه هر ډول پورټ له منځه یوسي.

تېر کال اپل کمپنۍ په ایفون۸ کې د وایرلیس چارجنگ اسانتیا وړاندې کړه خو کاروونکي يي شکایت کوي چې د اپل وایرلیس چارجنگ سیستم ډېر ورو ده او په ساعتونو وخت نیسي، له همدې امله تر اوسه نه ده څرگنده چې اپل غواړي سږ کال د چارجنگ پورټ له منځه یوسي یا دغه کار به ۲۰۱۹ کې هغه مهال چې خپل د وایرلیس چارجنگ وړتیا غوره کړی وي ترسره کړي.

له ایفون موبایلونو سره وایرلیس چارجر به د دغو ځیرکو موبایلونو بیه نوره هم لوړه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون