سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ميليونونه ترکان د خپل برخليک ټاکلو لپاره د رايو مرکزونو ته روان دي

د ترکيې ولسونه نن سهار يکشنبه د خپل برخليک ټاکلو لپاره په پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو کې د رايو اچولو په موخه د ټاکنو مرکزونو روان دي او ټاکل شوې، چې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د بريا په صورت کې به د ترکيې پارلماني نظام په رياستي بدل شي.

د ترکي رسنيو په وينا درې اعشاريه شپږ پنځوس ميليیونه ترکان د رايو ورکولو جوگه دي او په ټول هېواد ۱۸۰ زره صندوقونه کېښودل شوي دي.

ترکي رسنۍ وایي، امنيتي ځواکونو د پلازمېنې انقرې په گډون په ټول هېواد کې د رايو د مرکزونو ټينگ امنيتي تدابیر نيولي او امنيتي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د کردانو د کارگرې ډلې لسگونه مشکوک کسان نيولي، چې د چارواکو په وينا د ټاکنو پر مهال يې د ورانکارۍ هوډ درلود.

د ترکيې ولسمشريزو ټاکنو کې شپږ نوماندان سيالۍ ته راوتلي، چې تر ټولو مشهور يې ولسمشر رجب طيب اردوغان دی. اردوغان «د ولسي ايتلاف» گډ نوماند دی، چې د عدالت او پرمختگ واکمن گوند او د «ولسي يون» گوند له لوري نوماند دی او په مقابل کې يې د «جمهوري ولسي گوند» نوماند محرم انجه دی.

د اردوغان او انجه سربېره ميرال اکشنار د «خیر گوند»، صلاح الدين دميرطالش «د ولسونو ډيموکراټ گوند» تمل قره ملا اوغلو د «سعادت گوند» او ودوگوبيرنجگ د «وطن گوند» نوماندان دي.

ځايي رسنۍ وايي، چې د رايو مرکزونه نن سهار پر ځايي وخت اته بجې د خلکو پر مخ پرانيستل شوي او د ماښام تر پنځو بجو به د خلکو لپاره پرانيستل شوي وي او شونې ده، چې د اړتيا په صورت کې د رايو ورکولو موده نوره هم وغځيږي.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالفين او د اپوزيسيون گوندونه وايي، چې د دغو ټاکنو له لارې د اردوغان د شپاړس کلنې واکمنۍ پای ته رسول يې ستره موخه ده.

ولسمشر اردوغان د روان کال په اپرېل کې ويلي و، چې ولسمشريزې ټاکنې به له خپل وخت دوه کاله وړاندې د جون په ۲۴مه وکړي.

د هغه مخالفين تور پورې کوي، چې ښاغلی اردوغان غواړي له وخت وړاندې ټاکنو له لارې د خپل واک مراندې ټينگې کړي او د خپل گوند د ناکامۍ مخه ونيسي.

په ترکيې کې پارلماني نظام واکمن دی، خو ولسمشر اردوغان هوډ کړی، چې دغه نظام په رياستي واړوي، چې له مخې به يې د ولسمشر واک زياتيږي او دغه نظام له ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو وروسته په ریاستي بدليږي.

د اردوغان عدالت او پرمختگ گوند په دې باور و، چې راتلونکې ټاکنې به وگټي، خو وروستۍ سروې گانې ښيي، چې په دغو پارلماني ټاکنو کې به د اردوغان گوند د ترکيې شپږ سوه کسيز پارلمان کې خپل اکثريت او د حکومت جوړولو چانس له لاسه ورکړي.

ولسمشر اردوغان وړمه شپه يوه يوې ولسي غونډې ته وويل، که پارلمان کې د اکثريت په ترلاسه کولو کې پاتې راشي، نو د نورو گوندونو په ملتيا به ايتلافي حکومت جوړ کړي.

د اپوزيسيون گوندونه وايي، چې د بريا په صورت کې به لومړی څلور ميليونه سوريايي کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوي، چې د ولسمشر ادروغان په بلنه ترکيې کې مېشت دي.

رجب طیب اردوغان ويلي، چې ترکيې د ده د واکمنۍ پر مهال ډېر پرمختگونه کړي او د ولسمشريز نظام پر مهال به د ترکي ولس نور ارمانونه هم پوره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون