سلايډ (فيچر) نظر

د ترکيې ټاکنې ولې مهمې دي؟

لیکوال: محمد طیب سکھیرا / ژباړن: محمد هاشم شاهین

دا ځکه ډېري مهمي ټاکني دي چې: په دغو ټاکنو کي به بریالی نوماند تر ۲۰۲۳م پوري ولسمشر وي. چي په یاد مو وي؛ ۲۰۲۳م همهغه کال دی چي ترکیه خپل ۱۰۰-کلن جشن جوړوي.

همدا به هغه کال وي، چې د ۱۰۰-کلونو پر بشپړېدلو به د “لوزین تړون” ختم شي او… ترکیه به د متحدو اروپايي فوځونو له وضع کړل شویو سختو شرائطو را وځي، چې له مخې یې تر اوسه لا ترکیه په خپله ځمکه کي د تېلو او گاز لپاره ځمکه نشي کیندلای

او پر خپل سترې نړیوالې تجارتي گزرگاه “باسفورس” باندي هېڅ ډول محصول نه شي اخیستلای. د لوزین تړون په ترک قوم باندي نوري هم ډېري پابندۍ وضع کوي، چي اساسي اهداف يې ترکیه د اقتصادي پرمختگ نه راگرځول او کمزوره کول دي.

د لوزین پر تړون به هم وروسته خبري وکړو.

اوس به پر اوسنیو ترکي ټاکنو خبرې وکړو…

په ترک پارلمان کي ټول ټال ۶۰۰-ارکان وي، چي په مختلفو سیاسي گوندونو پوري تړاو لري.

د ترکیې د قانون له مخي همهغه گوند پارلمان ته لار موندلای شي، چې د ټولو مجموعي رأیو لس فیصد رأيي له ځان سره ولري.

داسي نو!!

که کوم رکن په انفرادي توگه بریالی هم شي، نو د ده د گټلو انحصار به د ده د گوند پر مجموعي لس فیصدي رأیو مشروط وي.

اوسنۍ ترکي ټاکني ځکه هم ډېري مهمي دي، چې په دغو ټاکنو کې د ډېرو رأیه ورکوونکو(ووټرز) د راوتلو تمه کیږي.

د ترکیې په ټاکنیز تاریخ کي که ووټرز ټرن آؤټ ته وکتل شي نو تر ټولو ستر شمېر رأیه اچوونکي په ۱۹۸۸م کي راوتلي وو.

چي د تناسب له مخي د ترکیې د آبادۍ ۸۶% فیصد وو.دا تر اوسه تر ټولو ستر شمېر وو.

په اوسنیو ټاکنو کي تر دې هم د زیات شمېر هیله ده؛ ځکه تر صدارتي نظام وروسته دا لومړنۍ ټاکني دي چي ترک ملت د خپل ولسمشر او پارلماني وکیلان په یوه ورځ غوره کوي.

هر فرد به دوې رايي اچوي: یوه رایه د ولسمشر لپاره او بله د پارلمان د غړي لپاره.

ټولې اروپا خپله ساه ودرولې ده، او ټاکنو ته په ډېر ځیر متوجه ده…

د فرانسې او جرمني په څېر له سترو هیوادونو نیولې بیا د اسټریا په څېر تر وړوکو هیوادونو پورې اوس تر ټولو ستر سیاسي بحث د ترکیې ټاکنې دي.

پر بشپړه غربي میډیا د ترکیې ټاکني خپرې دي

پر ټاکنو نظر ساتونکي مامورو ټولو اروپايي او امریکايي تنظیمونو په استنبول کي خیمې لگولي دي.

هره ورځ سروې گاني کوي، د ټاکنو راپورونه خپلو هیوادونو ته لېږل کیږي، د میډیايي تبصرو په مټ برېن واشنگ پیل شوی.

د وېري تر څنگ شیطاني سازشونه هم ترسره کیږي، له واشنگټن نه تر تل ابیب او د برلېن نه نیولې تر ریاض پوري یو ډول حواس باختگي خپره شوې.

دا د اردوگان وېره ده دا یو ځل بیا د اسلامپالو د احتمالي بریا وېره ده.

اوس خو د اردوگان په پښو کي پارلماني ځولنې هم پاته نه شوې ځکه صدارتي نظام راغلی دی.

داسي چي اردوگان پکي د اختیاراتو محور و مرجع دی، نو ځکه هم په وېره کي اضافه شوې…

د ولسمشريزو ټاکنو په لومړنۍ مرحله کې به هر نوماند د بریا لپاره د ټولو مجموعي رأیو ۵۰% ترلاسه کوي

کنه بیا به ولسمشريزې ټاکني دوهم پړاؤ ته ځي.

چي د لومړنیو دوو مخالفو کاندیدانو تر منځ به ترسره کیږي.

بشپړه اروپا د دوهم ځل ولسمشريزو ټاکنو د دوهمي مرحلې وړاندویني کوي، چې اردوگان ته په دوهم پړاؤ کي ماته ورکړي، ځکه همداسي سازشونه شوي دي.

راشئ پر ولسمشريزو ټاکنو او نوماندانو یو نظر تېر شو

تر ټولو مهم نوماند:

رجب طیب اردوگان دی.

اردوگان د ایم ایچ پي یعني ملي حرکت گوندنېشنلسټ موومنټ گوند او حاکم “آق” گوند مشترک نوماند دئ.

دا درې واړه گوندونه په گډه د “اتحادِ جمهور” په نوم سره په ټاکنو کي گډون کوي.

د اردوگان د شهرت لامل: د ده ملي مزاج، د ترکیې اقتصادي پرمختگ او د سترو پراختيايي پروژو پر وخت بشپړ کول دي.

تر اوسه ده بې شمېره سترې پروژې بشپړي کړي دي، چې په هغو کې د ښارونو او ولایتونو د سره نښلولو څلېرویشت زره کلومیتره سړکونو نوي کول او دوه طرفه جوړول وو چي د ټرافیکو ستره ستونزه ئې حل کړه.

د پېښو شرح هم تر ډېره حده کمه شوې ده، د نورو زرگونو کلومیتره سړکونو د پراخولو او نوي کولو، چارې توندې پر مخ روانې دي.

د دې تر څنگ په استانبول کي د اروپايي او آسیايي دواړو برخو د سره نښلولو او یو ځای کولو لپاره نه یوازي یو ستر پُل جوړ شوی،  بلکې د باسفورس تر سیند لاندي یو نوی تُنل هم کیندل شوی دی،چي یوازي موټران او لارۍ نه بلکې اورگاډۍ هم پکي تللای شي.

همداسي د استانبول په ختیځ کي د راتلونکو سلو کلونو د اړتياوو په کچه یو ستر هوايي میدان د خپل تکمیل په آخري پړاؤ کي دی.

په اوسنیو ټاکنو کې اردوگان اعلان کړی دی، چې په ټاکنو کي تر بریا وروسته به د باسفورس پر سیند د اضافه کېدونکو تجارتي کښتیو بوج هم سپکوي او په استانبول کې به د قره بورون په ساحلي سیمه کې د دوو سیندونو د گډولو لپاره یوه نوې نښلونکې ویاله جوړيږي

چي د سویز کانال او پانامه کانال په څېر به تور بحر د مرمره له بحر سره یو ځای کوي.

داسي به نو یوه نوې تجارتي لار جوړه شي چي ترک سمندري تجارت به ډېر پرمختگ وکړي.

پر دغې پروژې  د زرگونه سوه لکو ډالرو د لگښت امکان دی. د دې په جوړېدلو سره به د باسفورس پر گزرگاه باندي بوج سپک شي، چې اوس ډېر ستر شوی داسي چې ځیني وختونه د یوې کښتۍ د تېرېدلو لپاره څو څو ورځي انتظار ترسره کیږي.

اردوگان د اټومي ځواک جوړېدلو عزم هم څرگند کړی دی.

که په ترکیه کي که د اسلامپالني څپې ته وکتل شي، نو تر ۱۹۲۳ وروسته په ترکیه کي اسلامائزېشن خپل د عروج ټکی پرېږدي خو د آق گوند په ټاکنیز کمپائن کي داسې ډېر علامات او د خلافت نعرې اورېدل کیږي.

که مي رښتیا هم پوښتئ نو اروپا د همدې اسلامي څپې نه وار خطاء ده د یوه فرانسوي ټلویزیون د راپور د لیدلو موقع برابره شوه راپور ورکوونکی د “آق گوند” په کمپایني مهم کي د کارکوونکو پر سټائل تبصره کوي

چي خولۍ ئې پر سرونو دي.

دی یوه خولۍ کامرې ته را نږدې کوي چي ورباندي لیکل شوي:

“موږ د سترو عثمانیانو لمسیان یو.”

فرانسوي خبریال په ډېر حیرت سره دا خبره بار بار تکراروي.

اروپا خو سل کلونه مخکي د “لوزین تړون” له مخي د عثمانیانو هره نښه له منځه وړې وه.

خو بیا هم ترکان د دې اړیکي پرېښودلو ته چمتو نه دي.

د اردوگان د انتخاباتي کمپائن یوه مشهوره نغمه چي “مهر زین” ویلې ده

د دې نغمې یو شعر دئ:

«پرون زموږ لپاره ارطغرل(عثماني جد امجد) وو، نن اردوگان دی.»

دا د ترکانو سره د اروپایانو څنگه حسد دی، چې ترکان د عثمانیانو په بدل کي د بشپړې اروپا پرېښودلو ته چمتو دي.

د مادیت په دې عصر کي دا څومره د تاوان سودا ده. اروپا په همدې خفه ده، چې عثماني ترکان د اروپایانو ضد ولي دي؟!!

د عدنان مندرېس نه نیولې بیا تر اردوگان پورې بار بار ترک قوم د عثمانیانو پر نوم رايي ورکړي دي.

په فرانسه کي دوې ورځي مخکي په پرې پول ووټنگ کي یوه شخص اردوگان ته د رأيي ورکولو پر وخت پر یوه پرچۍ لیکلي وو چي

«اردوگانه!!موږ به د آخري عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید په څېر تا یوازي پرېنږدو.»

دا د تاریخ څنگه ظلم دئ؟!!چې د خلافت تر ختمېدلو سل کلونه وروسته هم عثمانیان بیا په راتلو دي…

دا څنگه ټاکنې دي؟! چې د لسو لسو کلونو ماشومانو هم د ترک انقلابي شاعر «محمد عاکف ارسوی»

انقلابي اسلامي نظمونه لولي دا څنگه ویني دي؟!!

چي سل کلونه وروسته بیا هم د رنگ بدلولو ته چمتو نه دي.

په غربي ټاکنیزو ځایونو کي هم اردوگان ته د ښکاره اکثریت اشارې ورکول کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون