افغانستان سلايډ (فيچر)

سناتوران: پر پاکستان د سعودي فشار طالبان سولې ته اړ کولی شي

د مشرانو جرگې یو شمېر غړي وايي، د افغان جگړې په اړه د سعودي عربستان وروستی دریځ او پر پاکستان د دغه هېواد د فشار کولای شي، طالبان د پاکستان په وسیله د سولې خبرو ته اړ کړي.

‌د مشرانو جرگې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې گڼو سناتورانو ټينگار کاوو چې سعودي باید د یوه اسلامي هېواد په توگه د افغانستان سوله د ځان یو مسوولیت وگڼي.

د جرگې مشر فضل الهادي مسلمیار وویل، وروسته له ۱۷ کلونو سعودي‌ حکومت او د حرمینو امامان په دې پوه شول، چې په افغانستان کې روانه جگړه ورور وژنه ده او دا د افغانانو لپاره یو مثبت گام دی.

د هغه په خبره د اوربند ستایل او د بیا اوربند خبره هم د سعودي‌ حکومت له ادرس څخه یو نېک زیری بلل کیدای شي.

د مسلمیار په وینا سعودي عربستان پوهیږي، چې د افغانستان د جگړې ریښه پاکستان دی او که دغه هېواد پر پاکستان فشار راوړي‌ طالبان اړ کیږي، چې د سولې خبرو ته کیني.

د جرگې بل غړي زلمي زابلي وویل،‌ په دې وروستیو کې سعودي‌ پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي او دا کار کولی شي، طالبان هم د سولې خبرو ته کینوي.

د زابلي‌ په وینا سعودي‌ د اسلامي هېوادونو په کتار کې د یوه اغېزناک هېواد په توگه د افغان سولې په اړه مسولیت لري.

یو شمېر نورو سناتورانو هم ورته نظرونه څرگند کړل او غوښتنه یې دا وه چې سعودي باید اوس د افغانستان تر څنگ ودریږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون