سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د قطر کلابندي: ملگرو ملتونو د خليج ټيکاو او امنيت په اړه اندېښنه ښوولې

د ملگرو ملتونو سرمنشي انټوکيو گوتيريش ‏

ملگرو ملتونو د سعودي په مشرۍ د څلورو عربي دولتونو له لوري د قطر په کلابندۍ اندېښنه ښوولې او په وينا يې د قطر کلابندۍ له امله به د منځني ختيځ ټيکاو له گواښ سره مخ شي.

په ملگرو ملتونو کې د قطر ځانگړې استازې ويلي، چې  هېواد يې د گاونډيو دولتونو له لوري له سختو ننگونو سره مخ دی او له ملگرو ملتونو يې په دې  اړه د جدي گامونو اخيستو غوښتنه کړې ده.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا په پرانيستې غونډه کې د منځني ختيځ او شمالي افريقا په اړه بحثونه وشول.

د ملگرو ملتونو سرمنشي انټونيو گوتيريش د خليجي هېوادونو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د کويټ هڅې ستايلي دي.

په ملگرو ملتونو کې د قطر استازې عليا آل ثاني دغې ناستې ته وويل، چې د نړۍ امنيت او ټيکاو لپاره بايد د نړيوال قانون او د ملگرو ملتونو د منشور درناوی وشی.

عليا ال ثاني وويل، چې هېواد يې د گاونډيو هېوادونو له «خطرناکې کلابندۍ» سره مخ دی او په وينا يې د گاونډيو هېوادو ناسم سياست د سيمې د امنيت او ټيکاو پر ضد دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرگي فيرشينين دغې غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د منځني ختيځ هېوادونو د کړکېچ اواري په موخه د يوې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی او په دغه ناسته کې به د سيمې د روانو ناخوالو په اړه بحثونه وشي.

د تېر ۲۰۱۷ د جون راهيسې، چې د سعودي په مشرۍ متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر له لوري قطر کلابند شوی او دغو هېوادونو له قطر سره د هر ډول اړيکو پرېکولو سربېره ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې هم تړلي دي.

 د سعودي په مشرۍ دولتونه قطر د ترهگرو په مالي ملاتړ او د سيمې په ناامنۍ تورنوي، خو قطر تل دغه تورونه رد کړي دي.

په تېر اپرېل کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کميسيون وويل، چې د سعودي په مشرۍ محاصره کوونکو دولتونو د قطر او نړيوالې ټولنې د بشري حقونو سپکاوی کړی دی.

د امنيت شورا د غونډې ويناوالو د سعودي په مشرۍ له محاصره کوونکو دولتونو غوښتي، چې د بشري حقونو درناوی وکړي او له هغو گامونو لاس واخلي، چې د بشري حقونو د سپکاوي لامل گرځي.

د امنيت شورا غړو هېوادونو ويلي، چې د دغې کلابندۍ له امله د قطر ولس له ستونزو سره مخ دی او په وينا يې دا کارونه د بشري حقونو په سپکاوي کې راځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون