سلايډ (فيچر) کورنۍ

ويسا ورځپاڼه: پاکستان ته د وروستي سفر پر مهال؛ د اتمر په مشرۍ له افغان پلاوي سره سپک چلند شوی دی

پاکستاني لوري له افغان پلاوي غوښتي چې د ډېورند په اوږدو کې د پاکستان د کټارو له جوړولو رسماً ملاتړ وکړي

باوري سرچینې وايي چې پاکستاني لوري د یو شمېر نورو پاکستاني طالبانو او نورو غوښتونو لېست افغان پلاوي ته سپارلی چې باید تر سره یې کړي

(کابل+ویسا) – باوري باخبرې سرچینې وايي چې په دې وروستیو کې چې د امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ کوم پلاوی اسلام آباد ته لاړ، هلته پاکستاني چارواکو ډېر سپک او سوړ چلند ورسره کړی دی.

دغې باوري سرچینې ویسا ته وویل چې افغان پلاوي د ملافضل الله د وژل کېدو په بدل کې له پاکستانه څه تمه درلوده، خو هغوی برعکس نورې غوښتنې کړې او داسې یې ښودلې ده چې د ملا فضل الله وژل د امریکایانو کار دی.

سرچینه وايي چې پاکستان له افغان پلاوي غوښتي چې د ډېورند فرضي کرښې په اوږدو کې د دوی د کټارو له جوړولو څخه باید افغان حکومت رسماً تائید کړي. پر دې سربېره هغوی نورې غوښتنې هم کړې، چې افغان حکومت ته د ورسپارل شوي لېست له مخې د پاکستاني طالبانو وژل او یا نیول یې یوه له هغو ده. د دغه سپک چلند اصلي لامل دا دی چې اصلاً پاکستان له امریکا سره معامله کړې او افغان حکومت په دې معامله کې شریک او طرف نه دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون