سلايډ (فيچر) نظر

آيا د امريکايي پوځيانو په شتون کې له طالبانو څخه د سولې هيله معقوله ده ؟

 مراد أنصار

له خپلې عقيدې، خپل ځان او خپلې خاورې څخه دفاع د هر انسان مسلم حق دی ! د طالبانو په مشرۍ افغانان د امريکا او ملگرو پر ضد يې د همدې حق له مخې جنگيږي!

د يوولسم سپتمبر حمله د امريکا د تيريگر سياست په وړاندې د مسلمانانو عکس العمل ؤ ، په دې حمله کې طالبانو هيڅ لاس نه لاره ، امريکا چې په افغانستان کې مقيم کوم عرب مهاجرين د يوولسم سپتمبر په حمله کې ښکيل بلل هغوی د طالبانو له راتگ وړاندې د شوروي ښکېلاک په وړاندې د افغانانو د مقاومت د ملاتړ لپاره د خپلو حکومتونو په اجازه راغلي ؤ او څرنگه چې د برهان الدين رباني دولت د افغانستان تابعيت ورکړی ؤ نو ځکه د طالبانو د حکومت پر مهال په افغانستان کې د دوی هستوگنه قانوني وه .

د يوولسم سپتمبر له حملې وروسته طالبانو له امريکا سره د جنجال د سوله‌ييز حل په موخه ډير وړانديزونه وکړل خو چا ونه منل، امريکايانو په افغانستان وسله‌وال تيری پيل کړ او طالبانو له خپل ولس سره له مشورې وروسته د زرگونو جيدو ديني علماء کرامو د فتوی له مخې د دوی په وړاندې د جهاد اعلان وکړ او له خپلې عقيدې، خپل ځان او خپلې خاورې څخه يې دفاع پيل کړه، او جوته د وي چې د نړۍ په هر آزاد هيواد چې داسې وسله‌وال تيری وشي هيڅوک يې هم د دفاع له حق څخه انکار نشي کولای.

کله چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان وسله‌وال تيری وکړ د امريکا په شمول ډيرو هيوادونو دا تيری وغانده او په وړاندې يې د افغانانو مقاومت مشروع مقاومت گاڼه او مرسته يې ورسره کوله ، همدغه راز کله چې عراق پر کويټ باندې بريد وکړ د کويټ د شړل شوي حکومت په غوښتنه امريکا او ملگرو يې عراقي پوځونه له کويټ څخه په زور وباسل او ټولې نړۍ يې ملاتړ وکړ همداسې ډيرې نورې بيلگې، او دا نن چې کوم افغانان له امريکايانو سره ملگري دي ډيرو يې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په وړاندې د مقاومت په لومړۍ کرښه کې قرار لاره او ځان ته يې د دفاع حق ورکاوه .

نو يادو حقايقو ته په پام سره دې نتيجې ته رسيږو چې :

  1. د امريکايانو پر ځای له طالبانو څخه د جگړې د توقف غوښتنه يوه غير معقوله غوښتنه ده .
  2. د امريکايانو د اشغال د بقاء عامل طالبان بلل له عدالت څخه لرې يوه ظالمانه محاسبه ده .
  3. له طالبانو څخه د امريکايانو پر ځای د کابل له ادارې سره د مذاکراتو او سولې غوښتنه يوه داسې غوښتنه ده چې په افغانستان کې د سولې پر ځای له نورو ډيرو بدبختيو سره افغانان مخ کولای شي.

دې ته مو بايد پام وي چې امريکايان په افغانستان کې له خپل پوځي شتون څخه په گټې اخيستنې په سيمه او نړۍ کې گڼې موخې تعقيبوي، که نن طالبان جگړه بس هم کړي امريکايان له افغانستان څخه نه وځي ځکه نن هغه څوک چې امريکايانو د سپتمبر په حملو کې ښکېل گڼل يا د أبد په لوري تللي دي او يا د امريکايانو په زندانونو کې د أسارت ترخې شپې ورځې تيروي.

بله دا چې که امريکايانو له افغانستان څخه د وتلو اراده لرلای او په افغانستان کې يې سوله غوښتلای نو يو څه به له خپل غرور څخه تير شوي ؤ او له طالبانو سره به يې مستقيم مذاکرات ترسره کړي ؤ ، ځکه طالبان دا غواړي چې له دوی سره په مستقيمو مذاکراتو کې د دوی د پوځي شتون په اړه کومې معقولې پريکړې ته ورسيږي.

که څوک له طالبانو څخه دا هيله لري چې د امريکايانو په پوځي شتون کې دې له گډ حکومت سره مذاکرات او د سولې کوم تړون تجربه کړي او بيا به امريکايان ووځي نو دا يوه غير معقوله غوښتنه ده، ځکه داسې يوه تجربه که مثبته نتيجه يې ورکړه خو ښه تر ښه او که مثبته نتيجه يې ورنکړه د طالبانو واحد خوځښت ته د پای ټکی ايښودلای شي او بيا به د امريکايانو د اشغال په وړاندې د مقاومت په برخه کې داسې متعددې ډلې رامنځته شي چې د افغانانو وضعيت به له بدو بدتر کړي او هيڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونو ته به ژمن نه وي او اوس موږ په عربي نړۍ کې د داسې يو حالت شاهد يو .

اصلاً له زورور سره سوله کومه معنی نلري او د دې خبرې هيڅ تضمين نشي کيدلای چې طالبان دې د کابل له ادارې سره سوله وکړي او بيا د امريکايان ووځي ځکه امريکايان له داسې تړونونو څخه وتلي او ترې وځي چې د نړۍ ډير لوی قدرتونه د يو ډول تضمين په شکل پکې موجود وي لکه د ايران له اتومي تړون څخه چې وتل.

 همدغه راز که د تاريخ پاڼې راواړوو د متجاوزينو او د دوی د ملگرو په وړاندې د مقاومت خوځښتونه په زور له منځه ندي وړل شوي بلکه کله چې برياليتوب ته نيږدې شوي د سولې د مذاکراتو په نامه غولول شوي او له منځه وړل شويدي ، شل کاله وړاندې د تاجکستان له اوسني حکومت سره د تاجکستان د اسلامي نهضت تړون او له اسرائيلو سره د فلسطينيانو د سولې تړونونه د دې حقيقت ښه مثالونه دي.

بناءً ويلای شو چې:

  • طالبان په افغانستان کې د اشغال د بقاء عامل ندي.
  • د طالبانو په مشرۍ افغانان دفاعي جگړه کوي او دا يې يو مسلم حق دی.
  • د اشغال د بقاء عامل په سيمه او نړۍ کې د اشغالگرو هغه گټې دي چې له افغانستان څخه يې دوی د تعقيبولو کوشش کوي.
  • د اشغال د بقاء عامل له اشغالگرو سره د ځينو داخلي کړيو مرسته او همکاري ده .

که چيرې ټول افغانان په يوه غږ اشغالگر له خپلې خاورې څخه وتلو ته مجبور کړي کولای شي چې بيا په خپل منځ کې سوله سره وکړي او د خپلې خوښې يو اسلامي او شرعي نظام رامنځته کړي.

د افغانستان د ريښتیني استقلال او آزادۍ په هيله

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون