سلايډ (فيچر) نظر

د باجوه او غني سوله – ډاکتر فیض ځلاند

ډاکټر فیض ځلاند 

حامد کرزي صیب  پخپله څوارلس کلنه  واکمنۍ کې ۲۱ یویشت ځله پنجاب ته سفر وکړ، په لسگونه ځله د پنجاب د لوړ پوړو ټېټ پوړو کوربه پاتې شو، د خپلې واکمنۍ په پای کې يې د افغان سولې او ټیکاو په اړه خپله تجربه په دوه ټکو کې خلاص کړه: لومړی دا چې پنجاب په افغان سوله کې مثبت کردار لوبوي خو په دې شرط چې کابل به د ډیورند کرښه د رسمي سرحد په توگه پیژني او دویم دا چې کابل به خپل بهرنی او سیمه‌يیز سیاست د پنجاب په خوښه را غبرگوي.

د حامد کرزي د همدې وړاندوینې له مخې ډاکتر صیب غني د پنجاب په اړه خپل سیاست ته اوږه ورکړه. له پنجاب سره یې اړیکې دومره نژدې کړي چې لاندې له شرمه ډک تاریخي کارونه یې ترسره کړل چې هیڅکله به یې د تاریخ له شرمه پټ نشي کړای:

له پنجاب سره د استخباراتي تړون د پټ لاسلیک کیدو شرم،

د ( Border Management) د سرحد د مدیرت تر نامه لاندې پټه معامله وکړه،

دارنگه یې د ډیورند په اوږدو کې د گډو عملیاتو او مدیرت نړیواله ژمنه د ( Standard Operating Procedures: SOP) هم ورسره لاسلیک کړ.

په لومړې ځل یې پنجاب ته افغان ځوانان د پوځي روزنې  لپاره واستول،

د پنجاب د پوځ په خوښه یې د طالبانو شاوخوا ټول مشران په نښه کړل، په سر کې لطیف مسید ورته وسپاره، بیا یې جهادیار، گل زمان شهیدان کړل،

د تېر وړوکي اختر په لومړۍ ورځ یې د( اختر مبارکۍ) په توگه ملا فضل الله په شهادت ورساوه، دا هر څه یې د پنجاب په خوښه وکړل.

د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د ازغن تار د غځولو په چاره سترگې پټې کړي، خوله یې وتړله،

تورخم یې د رسمي سرحدي( گیټ ) یا دروازې په توگه ورسره ومانه،

له پنجاب، چین، امریکا سره یې د گډو خبرو(QCG) دریڅه پرانیستله تر څو د پنجاب پوځ دیته اړ کړي چې د غني د سولې پلان عملي کړي، شپږ جلسې یې وکړي، خو سر یې ونه نیو.

د پنجاب، چین او کابل درې اړخیزو خبرو ته یې د دې لپاره زړه ښه کړ چې د کابل سیمه‌يیز سیاست د پنجاب په گټه را وڅرخوي.

له شاهد خاقان عباسي سره یې ( د سولې او همغږۍ عملیاتي پلان) هوکړه وکړه ( Afghanistan – Pakistan Action Plan for Peace and Solidarity: APAPS)، د همدې ناستې په اړه یې وروستیو کې ځینو پټو او ښکاره ناستو ته لار هواره کړي چې د دې پلان له مخې به وه ۷ کاري نکتې چې ټولې د گران وطن د ملي گټو په خلاف دي، د پنچاب په خوښه ترسره کیږي.

ډاکتر صیب غني د دې ټولو چارو په ترسره کولو غواړي څه؟

 کرزی صیب د خپلو څوارلس کلن راج په پای کې د امریکا په نیت پوه شو، نو ځان یې د تاریخي ملامتۍ څخه د ویستلو  لپاره د امریکا سره داسې دښمنۍ ته اړم کړ چې د طالبانو دښمنې پرې ډېره کمزورې ښکاري، غني هم چې ورځ تر بلې د خپلې تاریخي تیروتنې، په جعل او د جان کیري په مټ د واک د ترسره لاسه کولو په تاریخي شرم سر خلاصیږي، فکر کوي چې له دې شرم څخه د خلاصون یواځينې لار د طالبانو ماتول، د پنجاب له لارې د سولې د چارې د بشپړولو په چارچوب کې نغښتی دی، خو غني په دې نه پوهیږي چي د طالب د ماتولو کوم قیمت چې دی ادا کوي هغه له دې شرمه ډېر ستر دی کوم چې د جان کیري په مټ دته ور اوښتی دی.

تاریخ په خبرو نه په عمل قضاوت کوي، د ارگ وروستي کارونه د دوی د تاریخي شرمونو د هغې لړۍ کړۍ را برسیره کوي چې په ډیورند پورې تړلي دي، خو د پاکولو لپاره یې ډېرو سر وخوړ، ځینو یې تاریخ جوړ کړ، په ځینو تاریخ له شرمه سر ټیټ کړ.

د روانې غمیزې حل لار له پنجاب سره نه له امریکا سره ده، ښه به دا وي چې غني او ډله یې د دې پر ځای چې له پنجاب سره د افغان ارزښتونو معامله وکړي، امریکا دېته اړ کړي چې نه یواځي له طالبانو سره بلکې له ټول افغان ولس سره خبرو ته کیني، په افغان کشاله کې رغنده کردار ته سر ښکته کړي، له افغانستان څخه د پوځونو د بامسولیته وتلو تگلاره خپله او اعلان کړي او په دې توگه د افغان غمیزې  لپاره دایمي حل لار پیدا کړي.

له دې پرته تاریخ هر څه څاري، په هر څه د قضاوت داسې وړتیا لري چې پخوا نه وه موجوده ځکه اوس معلوماتو ته لاس رسی له هر بل وخته اسانه شوی دی، درباري لیکوالان، د دربار دلالان نور د تاریخ لیکلو او مسخه کولو توان نلري، اوس به تاریخ خواله رسنۍ، حقایق او په کره اسنادو لیکلی کیږي.

یا رب توفیق !

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون