افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني: طالبانو سره هر ځای خبرو ته چمتو یم

ولسمشر اشرف غني په نیویارک ټایمز کې په یوې تازه مقاله کې له طالبانو سره خبرو ته یو ځل بیا چمتووالی ښوولی.

د ولسمشر غني د مقالې په سر کې د اختر د ورځو په اوږدو کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند په کابل کې د علماوو د هغې ناستې د فتوا پایله بللې چې له غونډې وروسته د برید نښه وگرځېدل. د جون پر څلورمه د ولسي جرگې په تالار کې شاوخوا درې زره دیني علماوو فتوا ورکړې وه چې په افغانستان کې روانه جگړه دیني مشروعیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په یوې اعلامیه کې د مۍ پر یوولسمه د اندونیزیا د ناستې په گډون دغه وړ ناستې د «اشغالگرو دسیسې» وبللې. طالبانو له دیني علماوو غوښتي دي چې له دغو ناستو ځانونه لرې وساتي. طالبانو په خپله اعلامیه کې د جنرال جان نیکلسن دغې وینا ته په اشارې چې ویلي و متحده ایالتونه به پر طالبانو پوځي، ولسي او مذهبي فشارونه زیات کړي، دغه ناستې د امریکایانو له خوا بللې وې.

د ولسمشر غني په دغه لیکنه کې چې تر ډېره یې مخاطب بهرنیان دي، د تېر اختر په درېوو ورځو کې يې د افغانانو پر خوښيو مفصلې خبرې کړې دي. همداراز یې د اوربند د ورځو پر هغو خوښيو هم خبرې کړي چې وسله‌وال طالبان ښارونو او امنیتي ځواکونه د طالبانو تر ولکې لاندې کلیو ته ولاړل.

ولسمشر غني لیکي، د افغانستان د ولسمشر په توگه ورته دا تر ټولو ستونزمنه پرېکړه وه چې له خلکو یې وغوښتل چې د اوربند په اقدام کې ورسره شي او د شنونکو تحلیلونه او وړاندوینې غلطې ثابتې کړي.

افغان ولسمشر په دغه مقاله کې وايي د اوربند د غځېدا پرېکړه یې د سولې د هغې ډلې په غوښتنه وکړه چې له هلمنده تر کابله یې پلې لار وهلې وه. اشرف غني وايي د دغې ډلې یوه غوښتنه هم د سولې د مذاکراتو لپاره طالبانو ته د ادرس رامنځ ته کول و. د دې غوښتنې په ځواب کې ولسمشر لیکي «د طالبانو له مشر، مولوي هبةالله سره چې هر چېرته دی غواړي، خبرو ته کښېنم».

طالبان د سولې خبرو په تړاو خپلو اعلامیو کې قطر کې خپل سیاسي د خبرو اترو یوازني ادرس په توگه یاد کړی، خو ولسمشر غني د قطر ته دفتر ته کومه اشاره نه ده کړې.

د دې لیکنې په پای کې ولسمشر غني د طالبانو له مشره هیله څرگندوي چې په درناوي سره د دغې ډلې هرکلی وکړي او د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. ولسمشر غني همداراز د طالبانو له مشره غواړي چې د کابل په ناسته کې د ده د سولې وړاندې شوې طرحې ته هم په ښه نیت مثبت ځواب ورکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون