سلايډ (فيچر) نظر

زموږ سوله‌ییز مزل په کومه روان دی؟

شفیع اعظم

اوربند، د نظریاتو تبادله او دې ته ورته موارد د مصالحې (Reconciliation) مهم موضوعات تشکیلوي.
مصالحه له سولې مخته پروسه ده چې دغه برخه کې ښکېلې غاړې په بنسټیزو اختلافي موضوعاتو بحث کوي. ریکانسلیشن هغه پروسه ده چرته چې د هېرولو او بخښلو له امله د باور فضا را منځته کېږي او بیا د ایجاد شوي باور له امله عدالت او سولې ته زمینه سازي کېږي.
د طالبانو، حکومت او امریکایي قواوو شته وضعیت ته په کتو موږ لاهم د ریکانسلیشن پړاو ته نه یو ننوتي، خو غټ زیری دا دی چې روان څلوېښت کلن جنگ پای په موخه د دغه پړاو دروازې ته د ننوتولو چمتووالی او څرکونه له ورایه ښکاري.
دواړو لورو لخوا پر اوربند توافق، حکومت لخوا د بی قید شرط خبرو او اوربند غځېدو وړاندیز، بهرنیو ځواکونو پر شتون/خروج خبرو ته چمتووالی او حتا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا لومړي ځل لپاره طالب مشرانو سره مخامخ خبرې هغه څه دي چې ښیي موږ د جگړې نه د مصالحې پر لور په ډیره چټکۍ بریالي گامونه اخلو تر څو سوله راشي او بیا له سولې وروسته د ثبات راوستو لپاره دقیق میکانیزم را منځته شي.
سوله له جگړې په مراتبو پیچلې، زړه خوړونکې او خوله تویووینکې پروسه ده. له سولې وړاندې مرحله، سولې جریان او له سولې وروسته مرحله بیا خپل تدابیر او بحثونه دي تر څو له سولې وروسته بنسټیز هدف چې هغه ثبات دی یقیني شي.
زموږ ځینو ملگرو د اوربند له پیل سره له توقع خلاف دریځ کې 180 درجې نرموالی او بدلون راغی او ماتېدو سره جوخت یې بیا په هماغه سرعت برخورد بېرته خشن شو. دا ډول چلند غېر معقول، غېر حرفوي او خورا عاطفي او احساساتي و.
د سولې نړیوال متخصص جان پاول لیډرک په باور له سولې وړاندې مرحله یا ریکانسلیشن تر ټولو ډېره پیچلې مرحله ده او دا د جگړې او د ستونزې ژوروالي ته په کتو توافق پکې د ورځو، اونیو او میاشتو څه د کلونو اوږده پروسه ده او حصول لپاره یې حوصله باید ډیره لوړه وساتل شي.

حکومت ته څه پکار دي؟

حکومت ته پکار ده چې په دغه پروسه کې یې هر گام شمېرل شوی او دقیق و اوسي. له پاکستان سره د دوی لیده کاته په لوی لاس پاکستان ته امتیاز ورکول او طالبانو ته پیغور او پایله کې د باور ماتېدو لامل کېږي. پاکستان چې څه ترلاسه کوي هغه یې د امریکا پر مټ ترلاسه کړي/کوي او د حکومت دا ډول هڅې صرف د طالب مشرانو/جنگیالیو د پارېدو لامل کېږي او دا پروسه باور له منځه وړي او د باور ماتېدل د جگړې د دوام مانا ورکوي.
ډیره به معقوله وي چې افغان حکومت د پاکستاني چینلونو پر ځای خپل داخلي او افغاني چینلونه وکاروي او له طالب مشرانو سره د باور باوري لین را منځته کړي.

لیکوال او مدني فعال شفیع اعظم

افغان طالبانو مسؤلیت؟

سیاست د فرصتونو لوبه ده. فرصتونه او ضعفونه تل نه وي. د نجیب او مجاهدینو د نه تفاهم، بې باورۍ او کاذب غرور بیه او نتیجه زموږ مخته پرته ده. د جگړه‎‌يیزې بریا پر ځای باید د خبرو له لارې د بریا اپشن ته منابع سوق او ډیر پام وشي. له شک پرته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د باور فضا په کلکه زیانمنه شوې.
اما حکومت او طالبان باید یو څه په نظر کې ونیسي چې له جگړې وروسته به صرف دوی دواړه په میدان پاتېږي، اما امریکا، پاکستان او نور بهرني لوبغاړي به ټول په خپله مخه ځي. هر څومره چې د حکومت او طالبانو تر منځ د اختلاف چاک لوی وي، په هماغه کچه به فیصلې او گټې د پردیو خوندي کېږي.
دواړه لوري باید ډېر کوښښ وکړي چې د سولې له پروسې امریکا، پاکستان او نور ښکېل لوري لږ او برعکس حکومت او طالبان ډک لاسونه ستانه شي. ځکه د دوی دواړو ډک او تش لاسونه بېرته د ملت دي.

د ځوانانو مسؤلیت

موږ تاسې هر یو په یوه نه یوه شکل له ټولنیزو شبکو او بیلابیلو ټولنو، جرگو او گوندونو سره تړاو لرو او مستقمیم یا غیر مستقیمه توگه پر مصالحې او پیس بیلډنگ نېغ اثرات لرو. زموږ هره خبره، کردار او دریځ باید د مصالحې برخه کې چې اعتماد جوړونه ده فوق العاده همکار واقع شي. په هره اندازه چې موږ سوله‌ییز، مینه ناک، زغم، متقابل احترام او دېته ورته رغنیز ادبیات کاروو، نو دا کولای شي د سولې پروسه بریالۍ او د قوي اعتماد جوړونې لامل شي چې چټکتیا به یې په همدې کچه زموږ او سولې + ثبات تر منځ واټن را لنډ کړي.
دلته هر یو مهم دی او هر یو باید تخریشي ادبیاتو پر ځای باور جوړونې او رغنیزو هڅو ته کار و وایو.
افغانانو ته یو ښه زیری منتظر دی او هغه دا دی چې حکومت، طالبان، امریکا او نړیواله ټولنه په خپل منځ کې په جدي بحثونو لگیا ده تر څو کوم مسایل او څه ډول د میز پر سر مطرح کړي.
افغانان به خپل مزل او خپل برخورد باندې په خپله کار کړي ځکه د نتایجو پایله د تطبیق لپاره بېرته زموږ مخته ایښودل کېږي.
نو ته مهم یې!
شفیع اعظم

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون