سلايډ (فيچر) نظر

افغانستان کې د سولې راوستو غربي میکانیزمونه ناکام ول

شفيع اعظم

څرنگه چې د افغانستان په بیا رغولو کې غربي سټراتیژۍ او روشونه ناکام و همداسې د سولې راوستو برخه کې هم د دوی تکتیکونه او سټراتیژۍ له ناکامۍ سره مخ شوې.

تاسې چې کله د جگړې پیل او پای لپاره د نړیوالو انسټیټونو تجویز شوي روشونه مطالعه کړئ نو پوه به شئ چې افغانستان کې بهرنيو ښکېلو لوریو په خپل انداز او څړنیزو مراکزو د توصیو مطابق سولې راوستو لپاره خپلې ټولې هڅې کړي اما پایله یې دا کېږي چې جگړه اتلسم کال ته ننوځي او دا جگړه د امریکا د تاریخ د اوږدې جگړې نوم خپلوي.

یوه ټولنه چې ارزښت ونلري نو تاسې چې ورته له بیرون نه هر شی/ناشی د ارزښت په نوم راوړئ نو دوی به هغه په پټو سترگو مني او بیا به ترې متابعت کړي. اما دا چې په افغانستان کې هیڅ بیرونۍ کاپي پیست طرحه کار نه ورکوي او ناکامۍ سره مخ کېږي دا د دې ښکارندويي کوي چې دا ملت د لوی تمدن او لوی ارزښت درلودونکی دی خپله ډېر څه لري او پردۍ طرحې او اسلوبونه ورته سپکاوی ښکاري او پرله پسې له ناکامۍ سره مخ کېږي.

د سولې، جگړې او شخړې په اړه چې تاسې نړیوال تحقیقاتي مراکزو مواد وگورئ نو په لویه کې دوی منازعې یا جگړې لپاره خپل تعریف او حل لارو لپاره یې خپل روشونه لري.

دوی جگړه یا شخړه په لاندې درې مرحلو ویشي:

 

  1. مخکې له جگړې (1. The pre-conflict phase) مرحله
  2. جگړه (Conflict)
  3. او وروسته له جگړې (Post- Conflict) مرحله.

 

د دغو د حل لپاره بیا لاندې روشونه لري:

 

  1. د سولې ایجاد (Peace Building)

دا هغه مرحله ده چې د شخړې یا جگړې له پېلدو مخکې د تطبیق وړ او له واقع کېدو یې مخنیوی کړي.

  1. سولې جوړونه (Peace Making or Peace enforcement).

دا هغه تجویز دی چې جگړه یا شخړه کې ښکېل وضعیت لپاره کارېږي چې څرنگوالی او تطبیق یې ځان ته نور میکانیزمونه او شاخصونه لري تر څو جگړه کې ښکېل لوري سولې ته مجبور/وهڅوي.

  1. د سولې ساتنې (Peace Keeping) مرحله ده چې له جگړې وروسته د مصالحې (Reconciliation) له لارې تر لاسه شوې توافقاتو ته د ژمنتیا مرحله ده او بیا بېرته په ټولنه کې د پیس پیلډنگ مرحلې ته رجوع کېږي چې له لارې یې بنسټیز هدف چې هغه ثبات دی تر لاسه شي.

 

تاسې چې دغه ټول له سترگو تېر کړئ نو وینئ چې په تېره اولس/اتلس کلنه جگړه کې دا ټول روشونه کارول شوي او پایله یې هم زموږ مخکې پرته ده چې هیڅ پرمختگ نشته. لاهم موږ هماغسې تر پخوا شدیده جگړه کې ښکېل هیواد یو. د دې باوجود چې دوی د پیس انفورسمنټ یا پیس میکنگ یا سولې جوړونې لار کې پوره کوښښونه وکړل.

پر طالبانو د پاکستان له لارې فشار، پر مشرانو یې جایزې ټاکل، تور لیست، نظامي ډگر کې فشارونه، ولسي پاڅون، اربکیان او بل هر هغه څه چې دوی تسلیمۍ ته وهڅوي او له دې لارې جگړه پای ته ورسوي و ازمویل شول؛ اما پایله؟ ټول یې وینو.

نو دلته موږ بېرته په افغان وطن کې یو ځانگړي افغاني حل لارې او تجویز ته محتاج یو. دا احتیاج اوس امریکا، افغان حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې په خپله درک کړی او همدا علت دی چې د هر لوري په خبرو او اعلامیو کې موږ د خورا لوی انعطاف شاهدان یو.

اوس یې وخت دی چې افغان حکومت، امریکا او طالبان خپلې اندېښنې او غوښتنې د یو بل مخته د میز پر سر کېږدي او ځان سره د ورکولو او اخیستلو اپشن هم ولري.

دا چې امریکا ډاډ غواړي تر څو افغانستان به یې د تېر په څېر خلاف نه کاریږي باید دا ډاډ ترلاسه کړي او طالبان چې له امریکا د اشغال او نظامي حضور پای غواړي باید ور سره ومنل شي او بل لوری افغانانو ته هم باید ښکېلې غاړې او نړیواله ټولنه دا تضمین ورکړي چې نظام به د تېر په څېر نه پاشل کېږي او یو ځل بیا به خپل منځي جگړو ته نه ننوځي او دېته ورته موارد هغه څه دي چې ټولې ښکېلې غاړې باید ورته چمتو والی ولري.

اوس خبره دغو مذاکراتو ته د عملي ننوتو او پیل ده. دا مذاکرات که نن پیلیږي، که سبا یا کلونه پس نو بالاخره به همدغو ټکو ته راځي او بحث به پرې کېږي.

اما که څومره هم ځنډېږي زیان به یې د ښکېلو غاړو سر بېره افغانانو ته رسي. دا فرصت نه باید د دې خوشباورۍ قرباني شي چې یو لوری دې د مطلقې بریا فکر وکړي او یا دې د مذاکراتو مېز کې د ډېر څه ترلاسه کولو په پار نظامي ډگر ته رجوع او هغه زوړ اولس کلن سولیدلي ابزار وکاروي.

اولس کاله همدا فکر حاکم و. نړیوالې ټولنې + حکومت د طالبانو د حذف خوبونه لیدل او برعکس طالبانو بیا د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د مطلقې ماتې.

دا فکر خام و/دی/وي او معقوله خبره همدا ده چې داسې گفتمان را منځته شي چې هر لوری ترې راضي وي تر څو د سولې پروسه بریالۍ، ثبات یقیني او افغانستان یو ځل بیا هغو پخوانیو آرامو طلایي شپو ته ور وگرځي.

 

شفیع اعظم

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون