راپور سلايډ (فيچر)

عزیز الله کاروان؛ له ټکسي چلولو تر قوماندانۍ او اوس یې د ترور قضیې څیړلو ژمنه

افغان حکومت تکل کړی، چې د پکتیکا د ځانگړو ځواکونو د قوماندان عزیزالله کاروان د وژل کېدو قضیه به په هر اړخیز ډول څیړي او معلومات به یې هم له خلکو سره شریکوي.

له ۳۸ بریدونو ژوندی وتلی کاروان د تېرې جمعې په شپه د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې د خپل استوگنځي په فردوسي‌ تفریح ځای کې د وسله‌والو له لوري ‌په نښه او ووژل شو.

د کاروان وژل کېدو پر ټولنیزو رسنیو هم غبرگونونه پارولي او د گڼو خلکو غوښتنه دا ده چې د هېواد په تر ټولو خوندي ښار کې دغه ډول وژنې د لویو لاسونو له ښکېلتیا پرته ناممکنې دي.

که څه هم د کاروان د وژل کېدو مسوولیت طالبانو منلی او هغه یې د امریکایانو ځانگړی مامور بللی؛ خو کاروان د پکتیکا په امنیت کې هم مهم رول درلود.

د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر ټولو استخباراتي او کشفي ارگانونو ته امر کړی، چې د پکتیکا د صفر یو قطعې د قوماندان د ترور قضیه ژر تر ژره په هر اړخیز ډول وڅیړي.

کاروان څو ځله له بشري‌ حقونو په سرغړونه هم په نړیواله کچه تورن شوی و او د بشرحقونو د څار نړیوال بنسټ د ۲۰۱۶ کال په راپور کې نوموړی په افغانستان کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کوونکو کسانو په دویمه کټگورۍ کې شامل و.

خو لا هم ښايي، له ځينو کسانو سره دا پوښتنه وي،‌ چې ولې عزیز الله کاروان دومره مهم قوماندان و او څنگه دغې قوماندانۍ ته ورسید.

کاروان په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې ټکسي چلوله او په همدې روزگار کې تر ۲۰۰۲ کال پورې ورځې شپې تیرولې.

هغه پر افغانستان د امریکایانو له برید سره سم د امنیتي‌ ځواکونو لیکو ته په غیر منظمه بڼه د تگ اراده وکړه؛ خو دا کار یې لومړی په ارگون کې د امریکایانو له یوې اډې پيل کړ.

ځېنې سیمه‌ییز خلک وایي، چې کاروان لومړۍ په دغې اډې کې د یوه عادي ساتونکي‌ په توگه دنده ترسره کوله چې وروسته بیا د محلي پولیسو په جامه کې را ووت.

عزیزالله کاروان د ارگون له تاجکو و، چې کلونه وړاندې له غزني ولایت څخه ارگون ته کډه شوی وو.

د هغه د کورنۍ ۴ غړي‌ هم په یوه ورځ‌ په هغه برید کې ووژل شول چې په یوه هوټل کې دده پر کورنۍ وشو؛ خو کاروان په دغه برید کې ټپي‌ شوی و.

نوموړي له امریکایانو سره تر یو څه وخت پاتې کیدو وروسته په سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو یا په هغه وخت کې د غیر منظمو عامه نظم پولیسو په تنظیم کې رول ولوباوه.

په لږ وخت کې ډېر مشهور او د بهرنیو ځواکونو تر ټولو ډېر د باور کس شو او ټول هغه تجهیزات چې بهرنیو ځواکونو لرل ده ته یې هم ورکړل.

په ۲۰۰۷ او تر دې وروسته کلونو کې یې د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو امنیت هم ساته او په پکتیکا کې دا مشهوره وه، چې د کاروان له کاروانه به څوک اکمالاتي موټر ونه شي گرځولی.

دا دنده یې هم روانه وه او تر څنگ یې له امریکايي‌‌ ځواکونو سره په ټوله پکتیکا په ځانگړي‌ ډول ارگون ولسوالۍ کې ځانگړي‌ عملیات کول.

هغه کټ مټ د امریکايي‌ ځواکونو په څير زغروال موټر لرل او ورسره ملگري یې هم تر امریکايي‌ عسکرو په ښو تجهیزاتو سمبال و.

کاروان د پکتیکا د امنیت خوندي کولو په نوم تر ۲۰۱۴ کال پورې سلگونه داسې عملیات کړي، چې پلازمینه او ان د پکتیکا چارواکي‌ به پرې‌ نه و خبر.

له همدې مودې وروسته نوموړی د افغان ځانگړو ځواکونو په قطعه کې تنظیم شو؛ خو له پکتیکا د امریکايي‌ ځواکونو په وتو سره د کاروان د تجهیزاتو بازار هم یو څه سست شو.

د ځانگړو ځواکونو په چوکاټ‌ کې یې هم ځانگړي او خورا ډېر عملیات وکړل، چې څو ځله یې خلکو پر وړاندې د لاریون تابیا هم وکړه؛ خو ځکه بریالي‌ نه شول، چې د کاروان له وېرې په پکتیکا کې چا د غږ اوچتولو توان نه درلود.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی ورته یو ځل غصه شوی هم و او د هغه د نیولو امر یې کړی و؛ خو کله یې چې له عزیز الله کاروان سره په ارگ کې ولیدل،‌ نو ولسمشر کرزي‌ هغه د پکتیکا په امن کې تر ټولو مهم کس وباله.

کاروان د ملي یووالي‌ حکومت له مشرانو سره چندان اړیکې نه لرلې؛ خو ماموریت یې د پخوا په څير گرم و.

هغه اوس د کابل په دریمو مکرویانو کې اوسیده او اوس هم د رخصتۍ لپاره خپل کور ته راغلی و، چې تر برید لاندې راغی.

که څه هم د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر په گډون گڼو چارواکو د هغه د ترور څیړل خپل کاري لومړیتوب بللی؛ خو تر ده وړاندې د روزگان یو پياوړی قوماندان جنرال مطیع الله هم په کابل کې په مرموز ډول وژل شوی و،‌ چې قضیه یې تر ننه گونگه ده.

د کاروان په وژل کېدو کې اوس دوه باورونه دي‌، لومړی دا چې له کاروان سره د امریکايي‌ عسکرو د عملیاتو گڼې کیسې وې او ښایي د وژل کېدو د علت سرچینه یې همدا وي‌ او په همدې کار کې د لویو لاسونو یادونه هم کیږي.

دویم باور دا دی چې طالبانو په ریښتیا هم هغه هدف گرځولی و او د هغه د وژل کیدو لپاره یې خورا مهم پلان جوړ کړی و.

خو هغه سیمه چې کاروان په کې ترور شو، داسې ځای نه و، چې عادي بریدگر ترې ووتلی شي او یا په کې کمین ونیسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون