ټکنالوژي

د گلکسي نوټ۹ ځانگړنې، بیه او د وړاندې کېدو نېټه

سامسنگ کمپنۍ هر کال د گلکسي اېس لړۍ ځیرک موبایلونه بازار ته وړاندې کولو څخه وروسته د نوټ لړۍ ځيرک موبایل وړاندې کوي چې دغه ځیرک موبایلونه هم پیاوړې ځانگړنې او بې شمېره خوښوونکي لري.

د هرې کمپنۍ په څېر د سامسنگ کمپنۍ د ځیرکو موبایلونو اړوند معلومات هم له وخت وړاندې افشا کېږي او کاروونکي د ځیرکو موبایلونو تر معرفي کېدو وړاندې د وړاندې کېدونکی ځیرک موبایل له ځینو ځانگړنو سره اشنا کېږي.

د افشا شوو راپورونو پر بنسټ گلکسي نوټ۹ به د ډیزاین له نظره له گلکسي نوټ۸ سره کوم ځانگړی توپیر ونه لري. د ډېزاین په برخه کې له نوټ۸ سره يي یو له سترو توپیرونو څخه د کامرې لاندې د گوتې نښې سېنسر ځای پر ځای کول دي.

د نوټ۹ د ډیزاین له افشا کېدو وروسته د دغه ځیرک موبایل کاروونکي نهیلي شوي ول خو وروسته د دغه ځیرک موبایل یو شمېر نورې افشا شوې ځانگړنې د کاروونکو تلوسه زیاته کړه او ثابته يي کړه چې دغه ځیرک موبایل په انتظار ارزي.

د کره معلوماتو پر بنسټ نوټ۹ به د پراسېسر له نظره دوو مختلفو بڼو کې وړاندې شي چې یو کې به يي کوالکوم سنپ ډراگن او بل کې به يي دسامسنگ کمپنۍ له لوري جوړ شوی اېکزینوس نومې پراسېسر ځای پر ځای شوی وي.

د نوټ۹ بنسټیز ماډل به شپږ گېگابایټ رم او ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي. دوه نور ماډلونه يي ۲۵۶ گېگابایټ او ۵۱۲ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې کېږي چې دغه ماډلونه به ۸ گېگابایټ رم ولري.

دا به د سامسنگ کمپنۍ په تاریخ کې لومړۍ ځل وي چې ۸ گېگابایټ رم او ۵۱۲ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکی ځیرک موبایل وړاندې کوي. د نوټ۹ ټولو ماډلونو کې کاروونکي د فایل ثبتونې وړتیا اضافي میمیوري کارډ کارولو سره نور هم زیاتولی شي.

د کامرې په برخه کې د نوټ۹ کامره به گلکسي اېس۹ ته ډېره ورته وي. خو سامسنگ کمپنۍ ادعا کړې چې نوټ۹ کې د تصویر اخیستلو وړتیا او کیفیت د گلکسي اېس۹ پلس په پرتله به ډېره غوره وي.

نوټ۹ کې به د اې ار اېموجیز ځانگړنه هم نوې او د پخوا په پرتله پرمختللې وي.

د نوټ۹ بېټرۍ به هم ډېره غوره وي او ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا به ولري. د دغې بېټرۍ په مرسته کاروونکي خپل ځیرک موبایل ۲ ورځو لپاره عادي کارونو لپاره کارولی شي. تېر کال د نوټ۸ بېټرۍ یوازې ۳۳۰۰ ملي امپیره وړتیا درلود.

د نوټ۹ یو له تر ټولو ځانگړو ځانگړنو څخه نوی اېس قلم دی. د نوټ۹ دغه قلم به د پخوا په پرتله ډېره غوره او بې شمېره نوې ځانگړنې ولري.

د راپورونو پر بنسټ اېس قلم دا ځل له بلوتوث څخه ملاتړ کوي او په مرسته يي کاروونکي کولی شي له لرې فاصلې څخه خپل ځیرک موبایل وکاروي او خپل عادي کارونه ترسره کړي.

دغه ځیرک موبایل به له ۶٫۴ انچه انفنېټي مخ‌پاڼې سره وړاندې شي.

نوټ۹ کې به د گوتې نښې ترڅنگ د سترگو په وسیله د موبایل کلپ او خلاصولو وړتیا هم موجود وي.

سامسنگ کمپنۍ د ټکنالوژي مهمو وېب پاڼو ته د دغه ځیرک موبایل معرفي کولو غونډې کې د گډون بلنه ورکړې او دغه بلنلیک کې د دغې ځیرک موبایل د معرفي کېدو رسمي نېټه د اگست ۹مه ښودل شوې.

که څه هم تر دې دمه د دغه ځیرک موبایل د بیې اړوند کره معلومات نشته خو داسې ښکاري چې دا به د سامسنگ کمپنۍ د تاریخ تر ټلوو گران بیه ځیرک موبایل وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون