اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

وال سټريټ ژورنال: ټرمپ ته به د سعودي ډالۍ د تېلو نړيواله ستونزه اواره نه کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سعودي غوښتي، چې د ایران او وينزيويلا له بحرانونو وروسته د خپلو تېلو استخراج زيات کړي او سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز هم ويلي، چې په ورځنۍ کچه به د تېلو د استخراج کچه دوو ميليونو بېرلو ته ورسوي.

د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، چې د منځني ختيځ هېوادونو او په ځانگړې توگه د سعودي له لوري د تېلو د استخراج زياتول به په نړۍ کې د تېلو د کاروونکو هېوادونو اړتياوې پوره نه کړي.

وال سټريټ ژورنال ليکلي، کارپوهان په دې باور دي، چې د کاناډا، وينزيويلا او ليبيا د تېلو پر ځای سعودي او نور عربي هېوادونه د د تېلو د کاروونکو هېوادونو اړتياوې نه شي پوره کولی، چې له امله به يې په نړۍ کې د تېلو قحطي رامنځته شي.

په نړۍ کې د تېلو د عرض کېدو او غوښتنې «سپلای اينډ ډيمانډ» دغه ناانډولي د دې لامل شوې، چې په امريکا کې د خامو تېلو بيه بېرل په ۷۴ ډالر ده، د ۲۰۱۴ له نومبر راهيسې دا تر ټولو لوړې بيې دي او په بازارونو کې د تېلو بيې بېرل اتيا ډالرو ته پورته شوي. په امریکا کې د تېلو د بيو بحران په داسې حال کې راغلی، چې د کانگريس ټاکنو ته يوازې يوه مياشت پاتې ده.

وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و، چې د سعودي له پاچا سره يې د ټيليفوني اړيکې پر مهال له هغه غوښتي، چې د ایران او وينزويلا د بحرانونو له امله بايد د تېلو د استخراج ورځنۍ کچه دوه ميليونه بېرله کړي او زياته کړې يې وه، چې پاچا د ده وړانديز منلی دی.

خو وال سټريټ ژورنال په دې باور ده، چې د سعودي له لوري د تېلو د استخراج زياتوالی به د نړيوال بازار اړتياوې پوره نه کړي؛ ځکه چې د انرژي نړيواله ټولنه وايي، چې ایران هره ورځ نهه سوه زره بېرله تېل د نړۍ بازارونو ته وړاندې کوي.

همدارنگه په وينزيويلا کې هم د سياسي او اقتصادي بحرانونو له امله دغه هېواد له تېرو دوو کلونو راهيسې په ورځنۍ کچه يو ميليون بېرله تېل بازار ته له وړاندې کولو ناتوانه شوی او په راتلونکي کال کې به پنځه نيم لکه بېرله تېل نور هم په ورځنۍکچه پر بازار بند شي.

د ایران او وينزيويلا سربېره د لیبيا د تېلو په استخراج کې هم بې ساري کمی راغلی او له تېرې يکشنبې راهيسې د لیبيا د تېلو ورځنی استخراج له اتو سوو زرو بېرلو درې سوو زرو بېرلو ته راښکته شوی دی.

په کنډا کې هم د تېلو د کوهيانو د وچېدو له امله د تېلو استخراج په بې ساري توگه کم شوی دی.

په ورته وخت کې داسې ښکاري، چې د سعودي له لوري به د تېلو د استخراج زياتوالی په سيمه کې نورو ناندريو ته لاره اواره کړي او ايران گواښ کړی، چې هېڅ هېواد بايد په نړيوال بازار کې د دوی د مارکيټ د نيولو هڅه ونه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون