امنيت راپور سلايډ (فيچر)

د ځمکو د غصب لړۍ لا هم چټکه او د حکومت غبرگون ورته سست دی. ځانگړی راپور

د حکومت شعار دا دی،‌ چې د ځمکو د غصب پر وړاندې به جدي عمل کیږي او ان ولسمشر غني‌ له محکمې پرته د غاصبینو د ویشتلو امر کړی، خو نه تر اوسه کوم غاصب ویشتل شوی او نه هم د ځمکو د غصب په لړۍ کې کموالی راغلی.

حکومت لا هم په ټول هېواد کې د غصب شویو ځمکو کره شمېر نه لري او اندیښنه دا ده چې په تیرو دریو کلونو کې نه یوازې دا چې غصب شوې ځمکې نه دي ژغورل شوي بلکې نوې ځمکې هم غصب شوې دي.

ځینې حکومتي بنسټونه په ټول هېواد کې د غصب شویو ځمکو کچه درې میلونه جریبه، ځېنې یې دوه میلونه جریبه او د اراضي اداره یې بیا یو نیم میلون جریبه بولي.

د ځمکو ډېره برخه په لویو ولایتونو کې غصب شوي او تر ډیره غاصبین هم د حکومت له منځه چارواکي او یا هم زورواکي دي.

د ټېټې کچې غصبونه هم لږ نه دي؛ خو د هغوی پر وړاندې د گام اخیستو موکه هم چا نه ده پیدا کړې.

نړۍنیوز له ځينو رسنیو او بنسټونو د ځمکو د غصب په اړه معلومات را ټول کړي، چې ښيي،‌ د ملي یووالي‌ حکومت د عمر پر مهال د غصب لړۍ لا چټکه شوې ده.

دغه معلومات ښيي، چې اوس غصب په ښارونو کې محدود شوی؛ خو په اطرافونو کې اوس هم هره ورځ دښتې، غرونه او نور دولتي ملکیتونه د زورواکو له لوري غصب کیږي.

خو دا چې ولې تر اوسه حکومت په ټول هېواد کې د غصب شویو ځمکو کره شمېر نه لري،‌ د پوښتنې او اندیښنې وړ ده.

د افغانستان د اراضي ادارې ویاند حشمت الله ناصري وايي،‌ چې دا مهال په هېواد کې نږدې يو نيم ميلون جريبه ځمکه د غاصبينو له لوري غصب شې په او تېرو دريو کلونو او څو مياشتو کې نږدې پنځه لکه جريبه ځمکه له غاصبينو بيرته را گرځول شوې ده.

دغه ادارې د ځمکو د غصب په تور د شاوخوا ۱۸ زره کسانو د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی.

خو د اجرائيه رياست مرستيال انجينر محمد خان د ۲۰۱۵ کال په نومبر مياشت کې هغه مهال چې د غصب شويو ځمکو د څيړلو کمېيسون مشر و په ټول هېواد کې غصب شوې ځمکه درې ميلونه جريبه ښودلې وه.

انجينر محمد خان هغه مهال په يوه خبري غونډه کې ویلي و، چې حکومت د غصب شويو ځمکو د بيرته را گرځولو لپاره پلان لري او ټوله غصب شوې ځمکه اوس تر يوه بريده روښانه شوې ده.

په همدې حال کې کال وړاندې د یوې څېړنې په پایله کې ویل شوي‌ و،‌ چې په ټول هېواد کې شاوخوا دوه میلونه جریبه ځمکه غصب شوې ده.

د غصب سیمې:

د هېواد په کچه تر ټولو ډيرې غصب شوې ځمکې د هېواد په تر ټولو لويو ولايتونو کې دي، چې کابل، بلخ، ننگرهار، هرات، هلمند، فراه او کندهار په کې شامل دي.

د راپورونو په حواله په هېواد کې شخصي او دولتي ملکيتونه دواړه غصب شوي او غصبیږي چې په شخصي ملکيتونو کې ډيری يې کرنيزې ځمکې، کورونه او هټۍ دي.

په دولتي ځمکو کې بيا تر ډيره دښتې او کرنيزې ځمکې غصب شوې دي، چې لا هم د زورواکو تر ولکې لاندې دي.

هره دولتي اداره په هېواد کې خپل ملکيتونه لري؛ خو د دفاع وزارت او کرنې وزارت ملکيتونه تر نورو ډير غصب شوي دي.

په کابل کې تر ډيره ځمکې د عرفي قبالو پر مټ غصب شوې دي او ټولې يې لومړی داسې کسانو نيولې چې په دولت کې لوړ پوړي چارواکي دي.

د کابل ښاروالۍ يوه سرچینه وايي، چې تازه غصب تر ډيره د ښارگوټو د ځمکو شوی او په کابل کې له شته څه باندې سلو ښارگوټو يوازې شل يې له کابل ښاروالۍ سره ثبت دي او پاتې ټول يې خپلسري او ډيري يې په غصب شويو ځمکو کې جوړ شوي دي.

په پغمان ولسوالۍ کې د ملا عزت په نوم يو ښارگوټی د همداسې يوې دعوې ښه بيلگه ده چې د ښاروالۍ او ملا عزت تر منځ پرې څو ځله لانجې هم شوې دي.

دغه ښارگوټی نه يوازې دا چې قانوني نه دی، بلکې نمرې يې په لوړو تپو او د قرغې د بند په اړوند سيمو کې هم ويشل شوې دي.

د کابل په بگراميو ولسوالۍ کې بيا د کرنې وزارت سلگونه جريبه ځمکه يوه لوړ پوړي چارواکي نيولې او اوس يې د نمرو په بڼه پر خلکو پلوري.

د معلوماتو له مخې په کابل کې تر څلور لکه جريبه ډيره ځمکه په بېلا بېلو بڼو غصب شوې ده.

بلخ:

په بلخ کې هم د نورو ولايتونو په څير ځمکې غصب شوې او د یوه نړيوال بنسټ د معلوماتو له مخې چې د رسنیو په واک کې یې ورکړي په دغه ولايت کې شاوخوا درې لکه جريبه ځمکه غصب شوې ده.

دا ځمکې نه يوازې په مزارشريف ښار بلکې د دهدادې، خلم او بلخ ولسواليو کې هم تر  غصب لاندې دي.

د ښار په ختيځه څنډه کې څو لوی ښارگوټي هم جوړ شوي، چې ټول يې په غصب شوې ځمکه کې دي.

د سيدانور په نوم يو تن چې د ښار په ختيځه څنډه کې د يوه اندازه شخصي ځمکې د لرلو ادعا لري وايي، زورواکو دولتي ځمکه غصب کړه او تر څنگ يې د ده يوه برخه شخصي ځمکه نيولې او له تېرو دريو کلونو راهيسې يې پرې دعوه روانه ده خو فيصله شوې نه ده.

د ښوونکو د ښارگوټي، د معلولينو نمرې او ورته نور پلان شوي ځايونه هم په بلخ کې غصب شوي دي.

هلمند

په هلمند کې د غصب لړۍ تر ډيرو ولايتونو چټکه او زياته ده او د ياد ولايت د عدليې رياست د معلوماتو له مخې په هلمند کې څه کم درې لکه جريبه ځمکه غصب شوې ده.

د هلمند د ولايتي شورا يو غړی محمد شاکر شاکر وايي، د غصب له امله اوس په ټوله لښکرگاه کې دومره ځای نه شته، چې يوه عام المنفعه پروژه پرې پلي شي.

د هغه په خبره حکومت نه يوازې دا چې د ځمکو د غصب مخه يې نه ده نيولې بلکې لامل شوی چې خلک د ځمکو غصب لا چټک کړي.

د شاکر په وينا حکومت په هلمند کې ځان نه شي ساتلي نو ځکه يې د ځمکو غصب يې تر توان لوړه خبره ده.

بغلان:

په شمالي ولايتونو کې د ځمکو د لويې کچې د غصب په پرتله کوچني غصبونه ډير شوي او په بغلان کې شاوخوا دېرش زره جريبه ځمکه اشخاصو او نورو زورواکو نيولې ده.

دغه ديرش زره جريبه ځمکه يوازې په هغو معلوماتو کې درج شوې چې يوه نړیوال بنسټ را ټول کړي او د ځینو رسنیو په واک کې یې ورکړي.

د بغلان يو اوسيدونکی سيدالرحمن وايي، ښايي يوازې په پلخمري کې په دې کچه ځمکه غصب شوې وي او په ولسواليو کې زرگونه جريبه نوره ځمکه هم د غاصبينو له لوري نيول شوې ده.

هرات:

په هرات کې ادعا دا کيږي، چې په ټول ولايت کې شاوخوا يو لک جريبه ځمکه د غاصبينو له لوري نيول شوې ده.

د هرات ولايت وياند جيلاني فرهاد مني، چې په ياد ولايت کې تر يو لک جريبه ځمکه غصب شوې وه؛ خو په تيرو کلونو کې تر نيمايي زياته يې بيرته را گرځول شوې ده.

ننگرهار

پر جلال اباد ښار سربيره د ښار په څنډو او غني خيلو ولسوالۍ کې زرگونه جريبه ځمکه تازه غصب شوې ده.

په دغه ولايت کې يوه دولتي سرچینه وايي، چې د پوليسو ښارگوټی اوس دوو قومونو نيولی او نمرې کړی يې دی چې په ډاډه زړه يې پلوري او څوک يې مخه نه نيسي.

پروان:

په پروان کې هم زرگونه جريبه ځمکه د غاصبينو له لوري نيول شوې او ان د ولايت په څنگ پورې د ښوونکو ښارگوټي شاوخوا پنځه سوه جريبه ځمکه د غاصبينو له لوري نيول شوې ده.

دې ته ورته په زابل، وردگ، پکتيا، لوگر او بالاخره د افغانستان په هر ولايت او هره ولسوالۍ کې د ځمکو د غصب يوه بيلگه شته.

دې ټولو ته په کتو د ولسمشر محمد اشرف غني هغه شعار لس سلنه هم نه دی پلی شوی چې ويل يې له غاصبينو سره به مبارزه کوي.

خو د عدليې وزارت وياند امان رياضت وايي، چې دغه وزارت د ۱۳۹۶ کال له پيل څخه د ۱۳۹۷ کال تر غويي مياشتې د شپږ ويشت زره جريبه ځمکې له غصب څخه دفاع کړې ده.

رياضت وايي، چې په همدې دوو کلونو کې د ۳۶ هټيو، ۷ کورونو، ۱ اپارتمان، ۱۷۱ ميلونه افغانيو، يو ميلون ډالرو او ۱۳ زره يورو د تصرف مخه هم نيول شوې ده.

داسې ښکاري، چې حکومت یا له غاصبینو سره د مبارزې اراده نه لري‌ او یا یې هم زوراکو ته زور نه رسیږي.

خو د ولسمشر غني له لوري هغه وروستی گام چې په ځينو ولایتونو کې غیر مسوول وسله وال د قاچاق او ناقانونه کړنو په تور نیولي له خلکو سره یو څه هیله مندي‌ هم پیدا کوي.

د ځينو خلکو باور دا دی که حکومت د غاصبینو پر وړاندې هم جدي شي‌ ولس یې تر شا ولاړ دی.

یادونه: په پورتني راپور کې ځېنې را ټول شوي ارقام له ځينو رسنیو او د نړۍنیوز له سرچینو را ټول شوي‌ دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون