روغتيا او ژوند

لږه مالگه خوړل هم وژونکې ثابتېدی شي

گڼو روغتیايي څېړنو ثابته کړې چې زیاته مالگه کارول د فلج، وینې لوړ فشار او د زړه د حملې لامل گرځي خو نوې کاناډایۍ څېړنې ثابته کړې چې ډېره لږه مالگه کارول هم انسان په ورته وژونکو ناروغیو اخته کولی شي.

د کاناډا د مېک ماسټر پوهنتون او همېلټن روغتیايي علومو مرکز دغې څېړنې کې ویل شوي چې ډېره لږه مالگه کارول هم د فلج او د زړه د حملې په څېر وژونکو ناروغیو خطر زیاتوي.

د دغې څېړنې په جریان کې له ۴۹ هېوادونو څخه د یو لک او دېرش زره کسانو ورځنۍ ژوندی تر څېړنې لاندې نیول شوي او د مالگې کارولو، فلج او زړه حملې ترمنځ اړیکه وڅېړل شوه.

له پایلو څرگنده شوه چې حتی هغو کسانو کې چې د وینې لوړ فشا په ناروغۍ اخته وي له اندازې لږه مالگه کارول د زړه حملې او فلج ناروغیو خطر زیاتوي.

څېړونکي وايي چې د زیاتې مالگې کارولو زیانونه له وړاندې څخه ثابتې شوي خو ډېره لږه کارول يي هم د گټې په ځای زیان لري او انسان په وژونکو ناروغیو اخته کوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې پر بنسټ په ورځني ډول له پنځه څخه تر شپږ گرامه مالگه کارول اړین او د روغتیا لپاره گټوره ده.

دغې نوې څېړنې کې ویل شوې چې په ورځنۍ ډول ۳ گرامو څخه لږه مالگه کارول د وژونکو ناروغیو لامل گرځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون