ټکنالوژي

د نړۍ لومړنۍ ۹ کامرې لرونکی ځیرک موبایل وړاندې کېږي

دوه کاله وړاندې لایټ نومې کمپنۍ د غوره او لوړ کیفیت لرونکو تصویرونو اخیستلو لپاره ۱۶ لېنزونه لرونکې کامره معرفي کړې وه چې اوس دغه کمپنۍ غواړي خپل دغه ټکنالوژي ځیرک موبایل ته ولېږدوي.

دغه کمپنۍ غواړې ۲۰۱۸ یا ۲۰۱۹ پیل کې خپل ځیرک موبایل وړاندې کړي چې دغه ځیرک موبایل به شاتنۍ برخه کې ۵ څخه تر ۹ کامرې ولري او د ۶۴ مېگاپکسله په وړتیا د تصویرونو اخیستلو وړتیا به لري.

دغه ځیرک موبایل به لږه رڼا کې هم لوړ کیفیت لرونکې او ښکلي تصویرونو اخیستلو وړتیا ولري او هر تصویر به يي د ډې اېس اېل ار کامرو څخه غوره کیفیت ولري.

د دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخه به نورو موبایلونو څخه ډېر زیات توپیر ولري او کېدای شي دغه شمېر کامرې د دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخه کې په دایروي شکل ځای پر ځای شي.

که څه هم اوسمهال د دغه ځیرک موبایل نورې ځانگړنې اړوند معلومات نشته خو د دغې کمپنۍ ۱۶ لېنزونه لرونکې کامرې څخه اټکل کېدای شي چې دغه ځیرک موبایل کېدای شي د تصویرونو برخه کې دنړۍ د ځیرکو موبایلونو سترو کمپنیو ته ماتې ورکړي.

د اېل ۱۶ ټکنالوژي په مختلفو کامرو تصویرونه اخلي او بیا دغه اخیستل شوي تصویرونه د اېل الگورېتم په مرسته په یو لوړ ریزلوشن لرونکی تصویر بدلوي.

لایټ کمپنۍ غواړي همدغه د اېل۱۶ ټکنالوژي اوس خپل ځیرک موبایل ته انتقال کړي چې په مرسته يي هر عادي کس به یو مسلکي تصویر اخیستونکی په څېر د تصویرونو اخیستلو وړتیا ولري.

دغه ځیرک موبایل کېدای شي راتلونکو څو میاشتو کې معرفي شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون