ټکنالوژي

سامسنگ یو بل منځنۍ ځانگړنې لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ

سامسنگ کمپنۍ د گلکسي ان۶ (Galaxy On6) په نوم منځنۍ ځانگړنې لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړی چې ځینې د پام وړ ځانگړنې هم لري.

د وېډيويي خبرو اترو او انفېنېټي مخ‌پاڼه لرونکی دغه ځیرک موبایل تر دې دمه یوازې د هندوستان بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوی.

دغه ځیرک موبایل ۵٫۶ انچه د گلکسي اېس۸ او اېس۹ ته ورته انفېنېټي اېچ ډي پلس ډوله مخ‌پاڼه لري.

گلکسي ان۶ کې د سامسنگ کمپنۍ اکزینوس ۷۸۷۰ ډوله پروسېسر ځای پر ځای شوی او څلور گېگابایټ رم او ۶۴ گېگاباټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې کېږي چې دغه وړتیا د میموري کارت په مرسته ۲۵۶ گېگابایټ پورې اضافه کېدلی شي.

د دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخه کې ۱۳ مېگاپکسله په داسې حال کې چې مخکینۍ برخه کې يي ۸ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامره ځای پر ځای شوې. دواړه کامرې د اېف ۱٫۲ اپرېچر ځانگړنه لري او کمپنۍ ادعا کوي چې په مرسته يي دغه ځیرک موبایل تیاره کې هم لوړ کیفیت لرونکي تصویرونه اخلي.

دغه ځیرک موبایل بېټرۍ ۳۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لري او د گلکسي جې۶ او اې۶ ځیرکو موبایلونو په څېر د وېډیويي خبرو اترو ځانگړنه هم لري.

د دغې ځانگړنې په مرسته کاروونکي د وېډیو کتلو پر مهال هم له خپلو ملگرو سره د وېډیو له لارې خبرې اترې کولی شي.

گلکسي ان۶ انډرایډ اوریو عامل سیستم سره وړاندې شوی او اوس لپاره د هندوستان په بازارونو کې يي بیه ۱۴۹۹۰ هندي روپۍ ټاکل شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون